د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د مذهبي ازادیو په اړه "خپل چلند" بدلوي


د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا ځانگړی استازی سام براونبک وایي پاکستان غواړي د مذهبي ازادیو په اړوند خپل چلند بدل کړي او هڅه کوي چې د مذهبي ازادۍ نه لرونکو هیوادونو له تور لست نه ووځي.

د امریکا متحده ایالاتو پاکستان د ٢٠١٨ کال د دسمبر په میاشت کې د مذهبي ازادۍ نه لرونکو هیوادونو په تور لست کې شامل کړی و.

ښاغلي براونبک د یکشنبې په ورځ (فبرورۍ ٢۴) د اسوشیتد سره په مرکه وویل چې پاکستان ته د سفر پر وخت یې د مذهبي ازادیو د نه لرونکو هیوادونو په تور لست کې د شاملیدلو د پایلو په اړه پاکستاني مقاماتو ته خبرداری ورکړی چې اقتصادي بندیزونه هم په کې شامل دي.

د ښاغلي براونبک په وینا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې د امریکا دغو اندیښنو د لرې کولو لپاره به اقدام وکړي.

پاکستان د شاوخوا ٢٠٠ میلیون نفوس په لرلو سره، اسلامي مقدساتو ته د نه سپکاوي د جزا قانون د نافذلو په خاطر د مذهبي ازادیو د مدافع هیوادونو او سازمانونو تر سخت انتقاد لاندې دی.

په عربي متحده اماراتو او سعودي کې مذهبي ازادي

د مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا ځانگړی استازی سام برونبک همداشان د عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان د حکومتونو له خوا مذهبي ازادیو ته ژمنتیا وستایله، خو وویل چې پدغو دوو هیوادونو کې د دین او عقیدې د انتخاب د ازادۍ ساتنه او ترویج لپاره اوږده لار په مخ کې ده او زیات کار ته اړتیا ده.

خو ددغه امریکایي مقام په وینا اوس هم په عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان کې د غیر مسلمانانو دیني تبلیغ منع دی او له اسلام نه نورو دینونو ته اوښتل غیرقانوني دي، همداشان ددغو دوو هیوادونو د قوانینو په بنسټ مقدساتو ته د سپکاوي جزا اعدام دی.

ښاغلي براونبک د مختلفو ادیانو د لارویانو ترمنځ په متقابل احترام باندې په ټینگار سره وویل، دا د انسان حق دی چې هر دین او مذهب چې وغواړي د هغه پیروي وکړي.

سام برونبک چې په ٢٠١٧ کال کې د امریکا د جمهور رئیس دومالد ټرمپ له خوا د مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا ځانگړی استازیوټاکل شو، د همجنسبازانو د واده کولو سره د هغه د مخالفت په وجه د دموکراتانو او د جنسي ازادیو د پلوي ډلو له خوا د انتقادونو سره مخامخ شو.

XS
SM
MD
LG