ټرمپ: د جنوبي کوریا سره د پوځي تمریناتو ضرورت نشته

سپینې ماڼۍ د چارشنبې په ورځ ویلي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باور لري د شمالي کوریا د مشر کم جان اون سره یې اړیکې ښې دي او د جنوبي کوریا سره په پوځي تمریناتو په میلیونو ډالرو مصرف کولو ضرروت نشته

سپینې ماڼۍ دا خبره د امریکا دفاع د وزیر د هغو څرگندونو نه وروسته کړیده چې وېل یې کیدی شي پوځي تمرینات بیا پیل شي.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه وایي چې ولسمشر ټرمپ باور لري شمالي کوریا د چین لخوا د سخت فشار سره مخ ده خو بیجنگ د شمالي کوریا سره اوس هم د پام وړ مرستې کوي چې پکې تیل، کیمیاوي سره او نور شیان شامل دي.

اعلامیه وایي چې د چین دغه اقدامات گټور ندي خو زیاتوي چې ولسمشر ټرمپ د کیم جان اون سره ډیرې ښې اړیکې لري نو ځکه د جنوبي کوریا سره په پوځي تمریناتو د مصرف کولو هیڅ علت نه ویني.