د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: د شمالي کوریا د اټومې بې وسلې کولو لپاره مهال ویش جوړوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایې چې د شمالي کوریا د اټومي بې وسلې کولو تر وخته پورې باید پر دغه هېواد سیاسي او اقتصادي بندیزونه دوام ولري.

مایک پمپیو د آسیا د جنوب ختیځو هېوادونو د ټولنې (آسین) له غونډې وروسته د شنبې په ورځ (اګست ۴) هېله وښوده چې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون له ژمنې سره سم، د پیونګ یانګ اټومي وسلې له منځه یوسي.

پمپیو زیاته کړه چې د شمالي کوریا د بشپړې اټومي بې وسلې کولو لپاره د مهال ویش پر جوړولو کار روان دی.

امریکايي چارواکي وایې چې د شمالي کوریا رهبر د جون په دولسمه له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سینګاپور په مجلس کې د خپل هېواد د اټومي بې وسلې کولو ژمنه کړې وه. پامیو وایې چې "خوشبین یم چې موږ به دا کار وکړو."

له بندیزونو د روسیې سرغړونه

مایک پمپیو وایې چې امریکا دقیق راپور لري چې ښيی روسیه د شمالي کوریا پر وړاندې له بندیزونو سرغړونه کوي.

پمپیو وویل چې "روسیه د شمالي کوریا له شرکتونو سره ګډ معاملات کوي او د شمالي کوریا کارګرانو ته د کار اجازه ورکوي."

پمپیو زیاته کړه چې واشنګټن د شمالي کوریا پر وړاندې له هر ډول نړیوالو بندیزونو څخه سرغړونه جدي ونیسي.

امریکايي دیپلومات ټینګار کوي چې د شمالي کوریا اټومي بې وسلې کول نه یوازې د امریکا د امنیت بلکې د نړۍ د امن و امان لپاره مهم دي.

XS
SM
MD
LG