ټرمپ منځني ختیځ ته د سرتیرو د استولو فیصله وکړه

د امریکا د ابراهام لنکن پوځي بیړۍ څخه جیت الوتکه د پرواز په حال کې

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ایران د احتمالي تهدیداتو د مخنیوي په هدف منځني ختیځ ته ۱۵۰۰ سرتیرو د استولو پریکړه وکړه.

هغه د جمعې په ورځ د( مې په ۲۴ مه ) منځني ختیځ ته ددغو پوځیانو د استولو لوی هدف په هغه سیمه کې د خپلو ځواکونو خوندیتوب ښودلی دی.

ښاغلي ډانلډ ټرمپ وویل" غواړو کم شمیر ځواکونه واستوو چې ډیری به یې محافظتي وي. دا ډیر تکړه کسان دي چې اوسمهال منځني ختیځ ته روان دي. وبه ګورو چې څخه کیږي. دا به ۱۵۰۰ کسان وي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي منځني ختیځ ته د ډیرو سرتیرو د استولو په اړه د امریکا پريکړه د سیمې د سولې لپاره یو خطرناک اقدام دی.

د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ایرنا خبري آژانس ته ویلي: " امریکايان دا تورونه د خپلو خصمانه سیاستونو او په فارس خلیج کې د تاوتریخوالو د زیاتیدو په اړه مطرح کوي."

د جمهور رئیس ټرمپ حکومت د ایران تهدیداتو ته په اشارېد امریکا د ملي امنیت سره په ارتباط بیړنی حالت اعلان کړی او ولسمشر ټرمپ ته اجازه ورکوي چې د کانګرس له تائید پرته پر سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او یو شمیر نورو هیوادونو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري.

د جمهور رئیس ټرمپ حکومت د روانې اوونۍ په پیل کې د کانګرس غړو ته وویل امریکا نغواړي ایران تحریک کړي.

ډیری په دې باور دی چې د امریکا د حکومت له خوا مختلف پیغامونه ممکن د جګړې احتمال زیات او د ایران له خوا د اټومي پروګرام د محدودولو ژمنې کمې کړي.

د امریکا جنګي بیړۍ او بم غورځونکي الوتکي له وړاندې د فارس په خلیج کې ځای پرځای شوي دي او امریکايي مقاماتو د روانې اوونۍ په پیل کې وویل د ایران د تهدیداتو د ځنډولو په هدف د دوی اقدامات بریالي وو.

د ځواکونو ځای پرځای کول د ټرمپ د نظر بدلیدل ښيي، هغه څه چې نوموړي تل په سیمه کې د امریکايي ځواکونو په کمیدو ټینګار کړی دی.