د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاگون منځني ختیځ ته د نورو قواو د استولو رپوټونه رد کړل


د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهان
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهان

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهان په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه رد کړل چې وایي امریکا منځني ختیځ ته د ایران د گواښ په وړاندې د ٥٠٠٠ څخه تر ١٠٠٠٠ پورې سرتیري استوي.

ښاغلي شناهان خبریالانو ته وویل چې "١٠٠٠٠ او ٥٠٠٠ (سرتیرو) استول نشته. دا درسته نده."

د امریکا د دفاع وزیر دا خبره د رویټرز او اسوشیتید پرس اژانسونو د رپوټونو په غبرگون کې وکړه چې ویلي وو پنتاگون سیمه ته د ٥٠٠٠ او یا ١٠٠٠٠ سرتیرو په استولو غور کوي.

د امریکا غږ رپوټ ورکړی و چې د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهان او د امریکا لوی درستیز جوزوف ډونفورد به جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته د منځني ختیځ د کړکیچ په اړوند یو پراخ پلان وړاندې کړي چې په هغه کې سیمې ته د زرگونو نورو سرتیرو استول شامل دي.

ښاغلي شناهان په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس ټرمپ سره له لیدنې دمخه دا خبره تائید کړې وه او خبریالانو ته یې ویلي چې د نورو سرتیرو په استولو یې غور کړی دی.

هغه وویل "هغه څه چې مونږ ورته گورو هغه دادي چې مونږ څنگه په منځني ختیځ کې د خپلو ځواکونو د امنیت او حفاظت لپاره امکانات زیات کړو." د هغه په وینا "ښایي پدې کې د اضافي سرتیرو استول شامل وي".

مخکني رپوټونه

د امریکا د دفاع وزارت د پنجشنیې په ورځ (می۲۳) سپینی ماڼۍ ته خپل هغه پلان وړاندې کوي چې منځني ختیځ ته د لسو زرو ځواکونو د استولو په اړه ترتیب شوی دی.

امریکایي چارواکي وایي دغی سیمې ته د ځواکونو د استولو هدف دادی چې د ایران له اړخه د گواښونو مخه ونیول شي.

ځینې چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط يي خبرې کړي، وایي د عسکرو وړاندیز د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لخوا شوی دی.

چارواکي دا هم وایي چې دا اقدام يي د ایران له خوا د وروستیو تهدیدونو ځواب ندی بلکه په سیمه کې د امنیتي تدابیرو د لا پیاوړتیا په هدف شوې.

XS
SM
MD
LG