ټرمپ د شمالي کوریا په هکله د چین د جمهور رئیس سره خبرې کوي

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وایي د شمالي کورېا د "خطرناکې"وضعې په باب د چین د جمهور رئیس شي چن پنګ سره په تیلیفون خبری کوي. ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل " هیله ده چې دا خبرې به نتیجه ورکړي."

د امریکا جمهور رئیس همدرانګه وویل " هیڅوک زما په شان په سوله ایزو لارو چارو باور نلري."

ټرمپ د جمعې په ورځ شمالي کوریا ته ېو ځل بېا خبرداری ورکړی و چې که دگووام په ټاپو ېې مخکې د مخکې نظامي گواز وکړ د امریکا پوځ " ماشه په لاس چمتو دی"

ټرمپ وویل شمالي کوریا ته به داسې سخت ځواب ورکړي چې "مخکې یې چا مثال نه وي لیدلی."

د گوام ټاپو له شمالي کورېا نه ٣٣٠٠ کېلو مټره لیرې پروت دی. پدې ټاپو کې د امریکا د هوایې قواو ېوه غټه اډه ده او شمالي کورېا گواښ کړی و چې په دې مېاشت کې به د گووام د سمندري اوبو په حدودوکې د منځني واټن ۴ توغوندي په امتحاني ډول وارکړي.

ټرمپ ویلي و چې د شمالي کوریا مشر کم جونگ اون به په خپل عمل ډیر پښېمانه شي.

د امریکا جمهور رئیس پخپل ټویټر کې لیکلي و " که شمالي کوریا کوم غېرعاقلانه گام پورته کړ نو زمونږ نظامي ځوابونه بالکل تیاردي، ټوپک مو ډک اوماشه په لاس ېوو."

ډونالډ ټرمپ هیله وښوده چې کم جونگ ان به بله لاره غوره کړي.

ټرمپ دا خبره څو ساعته وروسته له هغې وکړه چې چین اعلان وکړ ، که شمالي کورېا د امریکا په خاوره وار ړومبی گواز وکړي او امریکا یې ځواب ورکوي "مونږ به بی طرفه یوو."

له بلی خوا د جنوب ختیځې اسیا دهیوادونو سازمان( اسیان) په ېوه مطبوعاتي بیانیه کې د کوریا په ټاپو وزمې کې د نظامي تشنج د زېاتېدلو او جنگ د امکاناتو په اړه ژوره اندېښنه څرگنده کړې.

د سیاسي چاروڅېړوونکي په دې باور دي چې د گواښونو باوجود دواړه خواوې کوښښ کوي چې د موجوده بحران دحل لپاره سوله ایزه لاره ولټوي.