د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د شمالي کوریا په نښه کولو ته تیار یو


د چین د بهرنیو چارو وزارت د خبرو له لارې د امریکا او شمالي کوریا د کړکیچ د حل غوښتنه کړې
د چین د بهرنیو چارو وزارت د خبرو له لارې د امریکا او شمالي کوریا د کړکیچ د حل غوښتنه کړې

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د جمعې په ورځ شمالي کوریا ته یو تازه خبرداری ورکړ او وویل چې "امریکایي وسلې فیر کولو ته تیارې دي".

دونالد ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي "په هغه صورت کې چې شمالي کوریا کوم ناپوهه اقدام وکړي، پوځي حل لارې اوس په بشپړه توگه ټاکل شوې او وسلې د تیارسۍ په حال کې دي."

ښاغلي ټرمپ هیله څرگنده کړه چې د شمالي کوریا جمهور رئیس کیم جون اون، بله لاره انتخاب کړي.

جمهور رئیس ټرمپ دا خبره یوه ورځ وروسته له هغه کړې چې د دفاع وزیر جیم ملتیس وویل، د امریکا متحده ایالات دی ته تیار دي چې د پیونگ یانگ د هر ډول خطر په وړاندې مقابله وکړي.

په دې ترڅ کې د چین یوې دولتي ورځپاڼې د جمعې په ورځ ولیکل چې مه شمالي کوریا پر متحده ایالاتو برید وکړي چین باید بې طرفه پاته شي.

د چین د Global Times ورځپاڼې ددې خبرې په کولو سره په یو ډول پيونگ يانگ ته د امریکا د گوام پر ټاپو باندې د احتمالي برید په هکله خبرداری ورکړی دی.

گلوبل ټايمز په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې که شمالي کوریا د امریکا د متحده ایالاتو پر ضد لومړی په برید لاس پورې کړي بیجنگ باید خپله بې طرفي وسلتي او که دواړه د یو بل پر ضد بریدونه پیل او واشنگټن هڅه وکړي چې د شمالي کوریا رژیم نسکور کړي او د هغه هیواد سیاسي سیستم بدل کړي چین باید د هغې مخه ونیسي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې او د کړکیچ په حوارولو یې ټینگار کړی.

XS
SM
MD
LG