د ټرمپ د کرونا ویروس معاینات منفي ثابت شوي ـ رویټرز

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کرونا ویروس معایناتو نتجیه منفي ثابته شوې ده.

د نوموړي ډاکټر شان کونلي د شنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ښاغلي ټرمپ د کرونا ویروس معایناتو وښودله چې هغه په دغه ناروغۍ نه دی اخته شوی.

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته ویلي و چې د تېرې پنجشنبې په شپه یې د کرونا ویروس معاینات کړي دي.

نوموړي تېره اونۍ له یوه برازیلي پلاوي سره ولیدل چې ویل کیږي په پلاوي کې یو کس په کرونا ویروس اخته و.

د وروستیو معلوماتو په اساس په امریکا کې د کرونا ویروس تر دا مهاله ۴۱ تنه وژل شوي او واشنګټن ډي سي په ګډون د امریکا په ۴۸ ایالاتونو کې ۱۹۲۰ نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ د یاد ویروس سره د مقابلې په هدف په امریکا کې بېړنی حالت اعلان کړ.