٢٠١٨ کال کې د ولسمشر ټرمپ د پاکستان په اړه ټویټونه

په ٢٠١٨ کال کې د ولسمشر ټرمپ د پاکستان په اړه یو څو ټویټونو د دغه دواړو ملکونو په اړیکو سخت اغیز وکړ او د ډیرو پام یې ځان ته اړولی و.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ٢٠١٧ کال کې د افغانستان لپاره خپله نوې تگلاره اعلان کړې وه چې د هغې په اساس یې افغانستان ته نور عسکر ولېږل او د سولې لپاره یې پروسه هم ګړندۍ کړه.

خو ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د پاکستان د رول نه مایوسه و او هغه خپله مایوسي څو ځله په ټویټر څرگنده کړه.

ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٧ کال د اگست په میاشت کې د افغانستان لپاره د تگلارې د اعلان په وخت د پاکستان په رول انتقادونه کړي و او د پاکستان نه یې غوښتي و چې نور ترهگرو ته پناه نه ورکوي.

ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٨ کال په لمړنۍ ورځ د پاکستان په اړه یو ټویټ وکړ چې یې پکې ولیکل

”په تیرو ۱۵ کلونو کې امریکا په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ میلیارد ډالرو ډیرې مرستې کړي، او دوې (پاکستان) موږ ته پرته له دروغو او خطاایستلو بل څه ندي راکړي او زموږ پر مشرانو یې د احمقانو خیال کړی. دوي هغو ترهگرو ته پناهځایونه ورکوي چې مونږ یې په افغانستان کې ښکار کوو. نور به داسې نه کیږي."

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف د ټرمپ د ټویټ په ځواب کې ولیکل

" مونږ به د ولسمشر ټرمپ ټویټ ته ژر ځواب ورکړو. مونږ به نړۍ ته وښایو چې په ریښتیاو او افسانو کې څه فرق دی."

ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه ویلي و چې تر څو پورې ضرورت وي، هلته به عسکر ولري او عین وخت یې په پاکستان هم فشار ته دوام ورکړ او پاکستان ته یې ټولې امنیتي مرستې وځنډولې.

ولسمشر د جولایي په میاشت کې یو ځلې بیا د پاکستان په اړه ټویټ وکړ. دې ځل له هغه ولیکل:

"پاکستان به اسامه ته د ٦ کلونو لپاره په پناه کله زمونږ نه بخښنه وغواړي. څوک اتحادی؟"

امریکا په ستمبر کې افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره ملگرو ملتونو ته د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د خاص مشاور په توگه وټاکو.

زلمی خلیلزاد د پاکستان برسیره نورو ملکونو ته سفرونه وکړل چې طالبان د خبرو لپاره اماده شي خو داسي ښیي چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان د رول نه ناخوښ و.

ولسمشر ټرمپ د نومبر په میاشت کې په پاکستان خپل زوړ انتقاد تکرار کړ. هغه ولیکل.

"مونږ نو پاکستان ته په ملیادرو ډالره نه ورکوو ځکه چې هغوي زمونږ لپاره هیڅ نه دې کړي. بن لادن یې یو مثال دی او افغانستان بل. پاکستان یو د هغه هیوادونو نه دی چې زمونږ نه پیسې اخلي او په بدل کې هیڅ نه کوي."

دې ځل ته د پاکستان صدراعظم عمران خان د ټرمپ ټویټ ته ځواب وویل چې د خپلې ناکامۍ ملامتي دې په پاکستان نه اچوي.

عمران خان دا هم ولیکل چې باید ښاغلی ټرمپ په تاریخي حقایقو پوه کړل شي. هغه وویل پاکستان د امریکا په جنګ کې ډېر څه د لاسه ورکړي.

ولسمشر ټرمپ د نومبر د ټویټ نه څو ورځې وروسته د پاکستان حکومت ته یو لیک واستوه چې یې پکې د دغه ملک نه د افغانستان د سولې په پروسې کې د مرستې غوښتنه کړي وه. عمران خان ځواب کې وویل چې تر خپله وسه به کوښښ وکړي.