ترکیې سلګونه کسان د کردستان ګارګر ګوند سره د تړاو په تور نیولي

ترکیه د کردستان کارګر ګوند یوه ترهګره ډله بولي

په ترکیه کې پولیس وایي چې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې یې ۴۱۸ کسان د کردستان د کارګر ګوند سره د تړاو په تور نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دي چې دا کسان په ۲۹ ښارونو کې نیول شوي دي.

د ترکیې پولیس وایي له ترهګرو ډلو سره د تړاو په تور د مشکوکو کسانو نیول روان دي.

پولیس وایي د ترکیې د دریو ښارونو دیاربکر، ماردین او وان ښاروالان یې د کردستان د کارګر د ګوند سره د تړاو په تور له دندو شړلي دي.

دغو دریو ښاروالانو، عدنال میرزاکل،احمد ترک او اوزګوکچه د ۲۰۱۹ کال په د مارچ په ۳۱ نیټې په ټاکنو کې بریالي شوي وو او دا څوکۍ یې ترلاسه کړې وې.

د ترکیې حکومت څو کاله مخکې هم یو شمېر ښاروالان او چارواکي د کردستان له ګوند سره د تړاو په تور له دندو لېرې کړي وو.

ترکیه د کردستان ګوند یوه ترهګره ډله ګڼي. د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت هم په ۱۹۹۷ کې د کردستان د ګارګر ګوند د ترهګرو ډلو په لست کې شامل کړی و.