د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ترکیې په دوو وزیرانو بندیز ولګاوه


د سپیني ماڼۍ ویانده سارا هکابي ساندرس
د سپیني ماڼۍ ویانده سارا هکابي ساندرس

د امریکا متحدو ایالتونو وروسته له هغه د ترکیې پر دوو وزیرانو بندیز ولګاوه چې دې هیواد د مسیحي مبلغ د خوشي کیدو وړاندیز رد کړ.

د جمهور رئیس ټرمپ ادارې د چهار شنبې په ورځ د اندرو برونسن د نیولو په تور د ترکیې د کورنیو چارو او د عدلیې پر وزیرانو بندیز ولګاوه.

د سپیني ماڼۍ ویانده سارا هکابي ساندرس په یوې خبري غونډه کې وویل: " د جمهور رئیس په لارښونه ، د خزانې وزارت د ترکیې پرعدلیې او د کورنیو چارو پر وزیرانو ځکه بندیز لګوي چې هغوی د عیسوي ملا برونسن په نیولو کې مهم رول لري. ددې بندیزونو له مخې په امریکا کې د دواړو وزیرانو جایدادونه مسدود دي او امریکايی وګړي له دوی سره د هر ډول معاملاتو منع دي."

د امریکا او ترکیې اړیکې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

له دې وړاندې د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس هم د امریکايي پادري د خوشي کیدو غوښتنه کړې وه: " که ترکیه ددې بیګناه کس د خوشي کیدو لپاره عاجل اقدام ونکړي او کور ته یې ونه لیږي متحد ایالات به پر ترکیې تر هغه وخته د پام وړ بندیزونه ولګوي څو یې اندرو برونسن نه وي خوشي کړی. "

د ترکیې غبرګون

خو ترکیې د امریکايي چارواکو دا تورونه رد کړل او امریکايي پادري يې تیره اونۍ له زندان څخه ویوست او په کور کې یې نظر بند کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل دا شان ګواښونه نشي کولای ترکیه دې ته اړه کړي چې د خپلې قضایه قوې خپلواکي له خطر سره مخ کړي. " له ګواښه دغه ډکې څرګندونې به چا ته ګټه ونه رسوي. موږ د ناټو په سازمان کې له متحدو ایالتونو سره ښه یووالی ښودلی دی."

ترکیې پر اندرو برونسن چې له څه باندې دوو لسیزې راهیسې په دې هیواد کې ژوند کې دوه تورونه لګولي دي.

نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې د رجب طیب اردغان د حکومت د راپرځولو د ناکامه کودتا د هڅې او د کردانو له کارګر ګوند( پي کې کې ) سره د اړیکو په تور نیول شوی دی.

متحدو ایالتونو د اندرو برونسن د خوشي کیدو په بدل کې د عبدالله ګولن د سپارلو وړاندیز چې د ترکیې له خوا د ۲۰۱۶ کال د کودتا د اصلي متفکر په توګه پيژندل شوی، رد کړی دی. تبعید شوی ګولن چې په پنسلوانیا ایالت کې اوسیږي په ناکامه کودتا کې یې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د ترکیې د اسعارو د ارزښت ټیټیدل

د واشنګټن له خوا د ترکیې پر دوو وزیرانو د بندیزونو له لګیدو سره ترکي لیرې د ډالرو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ.اوس په بازارونو کې یو ډالر له پنځو لیرو سره تبادله کیږي چې د ډالرو په وړاندې د لیرې تر ټولو ټیټ ارزښت شمیرل کیږي.

اخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل چې د امریکا له دښمنیو څخه ددغو ډکو اقداماتو پر وړاندې به اقدام وکړي. په بیانیه کې له امریکا څخه وغوښتل شوي چې له دغو غلطلو اقداماتو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG