ترکیه: افغانانو ته د امریکا د ویزو پروګرام د مهاجرت د ستر کړکیچ سبب کیږي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په زرګونو افغانانو ته چې د امریکایي شرکتونو او سازمانونو سره یې کار کړی د امریکا د ویزې ورکولو په نوي پروګرام انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام به "د مهاجرت د ستر کړکیچ" سبب شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اګست درېیمه (زمري ۱۲) په یو بیان کې ویلي: "مونږ د امریکا غیرمسوولانه تصمیم چې زمونږ له هیواد سره له مشورې پرته نیول شوی، نه منو. که امریکا غواړي چې دغه کسان خپل هیواد ته یوسي، کولای شي هغوی په مستقیمه په الوتکو کې انتقال کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په زرګونو افغانانو ته چې د امریکا سره د تړاو په خاطر د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخامخ دي، د یو نوي پروګرام له مخې په ورته د پناه غوښتونکو په توګه په امریکا کې د میشت کیدو زمینه برابروي.

د امریکا حکومت ددغه پروګرام په اساس چې "دوهمه شمیره لومړیتوب" یاد شوی د ویزې درخواست کوونکي باید پخپلو شخصي امکاناتو او لګښتونو یو دریمګړي هیواد ته لاړ شي او هلته د امریکا سفارت ته درخواست ورکړي چې د پړاونو تیرول یې د ۱۲ څخه تر ۱۴ میاشتو پورې وخت نیسي.

د رویترز خبري اژانس د نوم له ذکر کولو پرته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو مقام له قوله رپوټ ورکړی چې واشنګټن د افغان مهاجرو د سیلاب د احتمال په اړه د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان سره په بحثونو بوخت دی. دغه امریکایي مقام همداشان ویلي چې د امریکا د ویزې یو شمیر غوښتونکي افغانان دې د ایران له لارې ترکیې ته سفر وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي: "هیڅوک باید تمه ونلري چې د ترکیې د مهاجرت د کړکیچ بار چې د دریمګړي هیواد د تصمیمونو په اساس رامنځته کیږي، په غاړه واخلي."

په افغانستان کې د جګړو په سختیدو سره په سلګونو افغانان په څو تیرو اونیو کې ترکیې ته تللي دي او دغه وضعیت د افغانستان څخه د مهاجرینو د سیلاب د پیل کیدو په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.

یواځې په تیره یوه اونۍ کې د ترکیې سرحدي څارونکو ۱۵۰۰ غیر قانوني مهاجر چې اکثریت یې افغانان دي د هغه هیواد په وان ولایت کې د ایران سره په پوله نیولي دي. ترکي مقاماتو ویلي دي چې ۱۱ قاچاقبر یې هم د پناه غوښتونکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

ترکیه همدا اوس د شاوخوا څلور میلیون مهاجرو کوربتوب کوي چې زیات شمیر یې د سوریې اوسیدونکي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی د مهاجرت د زیاتیدو برسیره د جنورۍ میاشتې راهیسې دننه په افغانستان کې د نژدې ۲۷۰ زرو کسانو د بیځایه کیدو سبب شوی دی. د ملګرو ملتونو شمیرې ښیي چې همدا اوس په افغانستان کې څه دپاسه ۳.۵ میلیون داخلي بیځایه شوي کسان موجود دي.