ترکیې اووه تنه اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور نیولي

ترکي چارواکو د جنورۍ په میاشت کې هم ۳۳ کسان موساد ته د جاسوسۍ په تور نیولي وو.

ترکیې د سه شنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۵) وویل چې د یو ځانګړي جاسوس په ګډون یې اوه تنه د اسرائیل استخباراتي ادارې (موساد) ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د انادولو دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې د استخباراتو ادارې او د استانبول د ترهګرۍ ضد پولیسو د عملیاتو په پایله کې معلومه کړې چې دغو مشکوکو کسانو د پیسو په بدل کې موساد ته معلومات ورکړي دي.

ترکي چارواکو د جنورۍ په میاشت کې هم ۳۳ کسان موساد ته د جاسوسۍ په تور نیولي وو.

د استانبول څارنوالانو هغه مهال ویلي وو چې په دې تړاو د ۱۲ نورو مشکوکو کسانو د نیولو هڅه روانه ده.

دا مطلب هم ولولئ ترکیې ۳۳ تنه اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور ونیول

د ترکیې او اسرائیل ترمنځ اړیکې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې په غزه کې د جګړې له پیلیدو وروسته خړې پړې شوې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو یو له سختو منتقدینو څخه دی.

هغه نتنیاهو له اډولف هټلر سره پرتله کړی او د اسرائیل له لویدیځو متحدینو څخه یې غوښتي چې په غزه کې د ترسره شوي "دولتي تروریزم" ملاتړ پریږدي.

د جنورۍ په میاشت کې د مشکوکو کسانو د نیول کېدو له عملیاتو وروسته، اردوغان وویل چې دغو عملیاتو اسرائیل "جدي اغېزمن" کړی دی.

هغه اسرائیلي چارواکو ته په اشارې سره وویل: "یوه شیبه انتظار وکړئ. تاسې به ترکیه وپیژنئ."