ترکیه: د سوریې کُردي اورپکې به ډېر ژر له 'صحنې څخه ورکې شي'

فیدان په سوریه کې د کُردي ځواکونو د ملاتړ په اړه لویدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، ویې ویل: "که تاسو (لویدیځ) په سیمه کې بل ډول هدف لرئ او غواړئ داعش د پلمې په توګه وکاروئ، ترڅو پ‌ک‌ک پیاوړی کړئ، نو ددې لپاره هېڅ ځای نشته."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ، جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۷مه) وویل، د سوریې کُردي ځواکونه، چې لویدیځ یې د داعش پر وړاندې مبارزه کې مهم ګڼي، به ډېر ژر "له صحنې ورک" شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان چې دغه څرګندونې یې په پلازمینه انقره کې د یوې خبري ناستې پرمهال کولې، وویل: "په سوریه کې شرایط بدل شوي دي. زموږ په باور، د کردستان د کارګر ګوند (پ‌ک‌ک) او ورسره تړلې ډلې به ډېر ژر له صحنې څخه ورکې شي."

ترکیه، د کردستان د کارګر ګوند پورې اړوند ځايي ځواکونه، چې د امریکا له ملاتړ څخه برخمن دي او د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو( اس ډي ایف) اصلي برخه جوړوي، ترهګره ډله بولي.

فیدان په سوریه کې د کُردي ځواکونو د ملاتړ په اړه لویدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، ویې ویل: "که تاسو (لویدیځ) په سیمه کې بل ډول هدف لرئ او غواړئ داعش د پلمې په توګه وکاروئ، ترڅو پ‌ک‌ک پیاوړی کړئ، نو ددې لپاره هېڅ ځای نشته. "

ترکیه له ډېرې مودې راهیسې په سوریه کې د کُردي ځواکونو د ملاتړ په اړه د امریکا د پالیسۍ مخالفت کوي، خو واشنګټن دغه ځواکونه د داعش د بیا راپورته کېدو د مخنیوي لپاره مهم ګڼي. د سوریې دیموکراتیک ځواکونه په ۲۰۱۹ کال کې د داعش پر وړاندې مبارزې کې مهم رول ولوباوه او اوس د هغو زندانیانو او کمپونو ساتنه کوي چې د داعش غړي په کې بندیان دي.

د سوریې نوي مشر، احمد الشرع، چې "د هیئت تحریر الشام" ډلې له مشرانو څخه دی او له ترکیې سره اوږدمهاله اړیکې لري، العربیه ټلویزیون ته وویل، چې د کُردانو په مشرۍ ځواکونه باید په د سوریې د ملي پوځ سره یوځای شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د اردن د بهرنیو چارو وزیر، ایمن الصفدي، سره په سوریه کې د داعش د ګواښ په اړه خبرې وکړې.

بلخوا شنونکي اندېښنه لري چې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته به داسې یو خلا رامنځته شي چې داعش پکې د بیا ځواکمنېدو فرصت پیدا کړي.

سره له دې چې د داعش په نوم جوړ شوی خلافت د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې له منځه ولاړ، خو دغه ډله توانېدلې ده چې په عراق او سوریه کې خپلې کوچنۍ پټې ډلې وساتي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې ترکیې او اردن په ګډه د داعش د ګواښ په وړاندې د مبارزې پر ممکنه لارو چارو خبرې اترې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ: "داعش ته باید د بیا راپورته کېدو هېڅ فرصت ورنه کړل شي. "