اردغان: طالبانو د کابل د هوايي ډګر په مدیریت کې له موږ مرسته غوښتې 

د کابل له هوايي ډګر څخه لسګونه افغانان بهرنیو هېوادونو ته انتقال کړل شول

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي وسله والو طالبانو د کابل د هوايي ډګر په مدیریت کې مرسته غوښتې ده خو په خبره یې لا په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.

ښاغلي اردوغان د جمعې په ورځ اګست ۲۷ (وږې۵) په یو خبري کنفرانس کې وویل: «طالبانو له موږ غوښتي چې د کابل هوايي ډګر مدیریت کړو. موږ لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې. په افغانستان کې د حکومت له مشخص کېدو وروسته به په دې اړه پرېکړه وکړو.»

ښاغلي اردوغان زیاته کړه چې په دې اړه د ترکیې چارواکو او طالبانو ترمنځ‌ خبرې هم شوي‌ دي. ‌

هغه وویل «له طالبانو سره مو لومړی ملاقات د ملګرو په واسطه زموږ د سفارت تر څار لاندې وشو او نیم ساعت یې دوام وکړ،» او په خبره یې په دې اړه نورو خبرو ته هم ضرورت دی.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې طالبانو کابل ونیوه او ډېرو هېوادونو خپل سفارتونه وتړل. ترکیه وايي لا یې هم په کابل کې سفارت فعالیت کوي.

تر دې مخکې د ترکیې حکومت څو ځلې دا خبره کړې وه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د کابل د هوايي ډګر امنیتي او ادارې چارې مخې ته وړي.

هغوی په دې اړه له امریکا سره خبرې هم کړې وې او د لوژیستکي، سیاسي او مالي مرستو غوښتنه یې هم کړې وه. هغه وخت طالبانو د ترکیې له دغه وړاندیز سره مخالفت ښودلی و.

د ترکیې ولسمشر وویل: «تاسو پوهېږئ چې موږ خپل سفارت د کابل د هوايي ډګر نظامي برخې ته انتقال کړی دی او هلته خپل فعالیتونه روان ساتي.»

اسوشیتد پرس وايي چې له افغانستان څخه د تېرې چهارشنبې په ورځ د ترکېي سرتېرو اېستل پیل شوي او لا هم دوام لري. ولسمشر اردوغان په خپلو خبرو کې د کابل د هوايي ډګر مخې ته د داعش ډلې ځانمرګی برید هم وغنده چې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون یې څه باندې ۱۰۰ افغانان ېې ووژل او ژوبل کړل.

طالبانو لا د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه د ښاغلي‌ اردوغان د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.