اردوغان: له اسرائیل سره ښه روابط غواړو 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي هېواد یې غواړي‌ له اسرائیل سره ښه اړیکه ولري خو د فلسطینیانو په اړه ورته د اسراییل تګلاره د «منلو نه» ده.

ښاغلي اردوغان د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومي۵) وویل چې ترکیه د اسرائیل له لوړ پوړیو چارواکو سره ستونزه لري او که په خبره یې دا ستونزه نه وای، شاید د دواړو هېوادونو ترمنځ روابط بل ډول وای.

هغه وویل: «د فلسطین سیاست موږ ته سره کرښه ده. موږ ته د اسرائیل فلسطین تګلاره د منلو نه ده. د هغو بې رحمه اعمال د منلو نه دي.»

نوموړی داسې مهال دا خبره کوي چې هېواد یې په دې وروستیو کې له اسرائیل سره د اړیکو د ښه کولو په اړه خوشبیني ښودلې ده.

ترکیې په ۲۰۱۸کې له هغه وروسته له تل ابیب څخه او اسرائیل له انقرې څخه خپل سفیران وویستل چې اسرائیل په غزه کې لسګونه فلسطینیان ووژل شول.

تر دې مخکې په ۲۰۱۰کې اسرائیل د ترکیې په هغې کښتۍ برید وکړ چې غوښتل یې فلسطین ته بشري مرستې ورسوي.

په دغه برید کې نهه ترکان ووژل شول. اسرائیل په هغه وخت کې په بیت المقدس اقتصادي بندیزونه لګولي وو.

همداراز اسرائیل تېره میاشت په ترکیې تور ولګوه چې د «حماس» ډلې غړو ته پاسپورتونه جوړوي او دا کار یې «دوستانه» ونه باله.

اسرائیل د «حماس» ډله ترهګره بولي، خو ترکیه وايي چې دا یوه مشروع سیاسي ډله ده چې په دموکراتیکه توګه غوره شوې ده.

ترکیې همدغه راز په دې وروستیوکې له بحرین، متحدو عربو اماراتو، سودان او مراکش سره د اسرائیل د اړیکو عادي کېدل غندلي وو او ویلي‌ وو چې له متحدو عربو اماراتو سره به خپلې اړیکې بندې کړي.