ترکیه وایي د ایران د اټومي انرژۍ د ساینسپوه وژنه "تروریستي" عمل و چې د سیمې سولې ته زیان رسوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه نومبر ۲۹ (لیندۍ ۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: "مونږ په یو وسله وال برید کې د محسن فخري زاده په وژنه خپه یو. مونږ دغه وژنه غندو او د ایران حکومت او د هغه خپلوانو ته تسلیت وایو."
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې انقره د هر هغه عمل مخالفه ده چې په سیمه کې سوله ګډوډوي او پرته له دې چې هدف او عامل یې څوک وي د هر ډول تروریستي عمل مخالف دي.
ترکیې له ټولو اړخونو غوښتي چې له صبر او زغم نه کار واخلي.
۵۹ کلن ساینسپوه فخري زاده د جمعې په ورځ پر موټر باندې یې د ډزو په یوه پيښه کې ټپي شو او بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
تهران ددې پیښې پړه پر اسرائیل او د امریکا متحده ایالاتو اچولې او ویلي یې دي چې ددغه ایراني ساینسپوه د وژنې غچ به واخلي.
اسرائیل تر اوسه د ایران د ادعا په اړه غبرګون ندی ښودلی، خو خپلو سفارتونو ته یې امر کړی دی چې لومړۍ درجه احضارات ونیسي.
ترکیه او ایران پیچلې اړیکې لري، خو په وروستیو کلونو کې د انرژۍ په شان برخو کې سره یې همکاري درلودلې ده.
دواړه هیوادونه د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له مخالفینو څخه ګڼل کیږي.