ترکیې په آیه صوفیا کې د لمانځه اجازه ورنکړه

د ترکیي سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ هغه غوښتنه رد کړه چې مسلمانانو ته دې د آیه صوفیا په تاریخي جومات/کلیساۍ کې د لمانځه اجازه ورکړل شي.

د ترکیې د فرهنګي میراثونو یوې ټولنې ددغه هیواد سترې محکمې ته عرض کړی و چې په آیه صوفیا کې د لمانځه کولو بندیز لرې کړي.

آیه صوفیا چې د استانبول د لرغونو او تاریخي ودانیو نه شمیرل کیږي، د تاریخ په اوږدو کې د مسجد او کلیسا په توګه کارول شوې ده.

دغه ودانۍ په شپږمې میلادي پیړۍ کې، د بیزانس امپراطورۍ په مهال، د کلیسا په توګه جوړه شوې وه خو کله چې عثماني ترکانو په کال ۱۴۵۳ کې د دویم سلطان محمد په مشرۍ دغه ښار ونیو، دغه کلیسا یې په جومات واړوله او منارونه یې پکې جوړ کړل.

دغې ودانۍ نه د عثماني خلافت تر ړنګېدو پورې د مسجد په توګه کار اخیستل کیده خو په کال ۱۹۳۰ کې وروسته له هغې چې د مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ ترکیه کې سیکولر نظام ټینګ شو، په موزیم بدله شوه.

خو په تیرو څو کلونو کې، په خاصه توګه د رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ په دورې کې په ترکیه کې اسلامي فعالیتونه ډیر شوي دي. اوس په دغه ودانۍ کې د قرآن کریم د تلاوت جلسې ډېرې کیږي.

د ترکیې ګاوندۍ هیواد، یونان چې د بیزانس د وخت تاریخي اثار په استانبول کې څاري، د دغه ودانۍ څخه د موزیم په توګه کار اخیستلو باندې خپل خپګان ښودلی دی او ویره یې ښودلې چې د لیدونکو ډېر تګ راتګ به دغه ودانۍ ته زیان ورسوي.