افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۲۲ ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وازرت چارواکي وایي، چې د کندهار ښار په منزل باغ سیمه کې یو ۱۸ میاشتینی ماشومام په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.

په کندهار کې پوليو پرضد د مبارزې د بیړنیو اقداماتو د مرکز مسئول ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وويل، چې د ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ د ملا علم اخند په کلي کې چې د ښار د منزل باغ سیمه ده ژوند کوي.

ډاکټر پخلا زیاته کړه، د پوليو له دې نوې پېښې داسې څرګندیږي، چې کندهار ښار د پوليو ویروستر لوړ ګواښ لاندې دی او د سلګونو زرو ماشومانو ژوند ګواښي.

هغه وويل: "د پوليو ټيمونه د دغُې نوې پېښي په غبرګون کې د ګوزڼ ضد د نوي کمپاین د عملي کولو پلان جوړوي، خو تر هغې چې ټولنه موثره او اغېزمنه مرسته ونه کړي، ممکن پدې برخه کې هڅې اغېزمني پايلي ونلري".

د کندهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر موسی جان سلطاني امریکا غږ ته وویل، چې تېره اونۍ په کندهار ولایت کې د پولیو واکسين ځانګړی کمپاین پای ته ورسید.

سلطاني زیاته کړه، د کندهار ښار منزل باغ یو له ګڼ میشتو سیمو څخه ده او له همکارو بنسټونو سره په ګډه هڅه کوي، چې په دې سیمه کې ماشومان د پولیو ویروس په وړاندې وقایه کړي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، په دې سیمه کې د نفوس د زیاتوالي تر څنګ، په پوليو ویروس د محیط ککړتیا، د زرګونو نورو ماشومانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ دی.

د روان ۲۰۱۹ عیسوي کال له پیل څخه تر اوسه، په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۲۲ ته ورسید، چې څلور پېښې په کندهار، پنځه په هلمند، اته په ارزګان، دوه په پکتیکا، یوه په بادغیس، یوه په کونړ او یوه هم په ننګرهار کې ثبت شوې ده.

تېر ۲۰۱۸ عیسوي کال په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.