افغانستان کې په ترافیکي پیښو کې ۲۲ تنه مړه شوي

11 people died and 48 others were injured due to traffic accidents in Baghlan

د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د بلخ، کندهار او بادغیس په ولایتونو کې په دریو جلا ترافیکي پیښو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند محمد اصف وزیري خبریالانو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، چې تیره ورځ یو "هایلکس" ډوله موټر د دغه ولایت د " نهرشاهي" ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک په غاړه چپه شوی، چې له امله یې د دریو ښځو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

محمد اصف وزیري ویلي، چې ددې پیښې ټپیان یې د مزارشریف ملکي روغتون ته انتقال کړي. خو ښاغلي وزیري د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

په عین حال کې د طالبانو د کندهار ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې دیو مسافر وړونکی ۴۰۴ بس موټر د چپه کیدو په پیښه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

دا ترافیکي پیښه د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۷ (ثور اووم) د کندهار ولایت د دامان د ولسوالۍ اوړند سیمه کې د کندهار – کابل په لویه لار شوې ده.

ددغه ولایت د والي ویاند حاجي زاید ویلي، چې ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. هغه ددوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

همداشان د بادغیس ولایت د بالامرغاب د ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم په یوه بله ترافیکي پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس په ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا ترافیکي پیښه تیره ورځ د هرات- فاریاب د لوی لارې په اوږدو کې د یو "لنډکرزر" ډوله موټر د چپه کیدوله امله پیښه شوې ده.

د طالبانو چارواکو په بلخ، کندهار او بادغیس ولایتونو کې ددغو دریو ترافیکي پیښو علت د ډرایورانو بې احتیاطي ښودلې ده.

ددې دمخه د طالبانو ځینو سیمه ییزو چارواکو ویلي و،چې په افغانستان کې په ځاګړي ډول د کابل-بلخ، کابل – هرات او ځینونورو لویو لارو کې په ترافیکي پیښوکې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی او هره ورځ په دغو پیښو کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله رسیږي.

طالبانو د ترافیکي قوانینو نه رعایت کول، په غیرقانوني ډول د موتړو د چلولو د جوازونو ترلاسه کول، د خلکو نه پاملرنه او د سړکونو غیر معیاري جوړښت د ترافیکي پیښو د زیاتیدو په عواملو کې یاد کړي و.