د بغلان سیمه ییز مسؤلین وايي، د دغه ولایت په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
دغه ترافیکي پېښه تیره شپه د پلخمري ښار اړوند د "۵۸۰" مسافر وړونکي بس او یو بار وړونکي موټر ترمنځ شوې ده.
باختر دولتي خبري آژانس د دغه ولایت د روغتیايي مسؤلینو له قوله ویلي چې د دغه پېښې ټول ټپيان د بغلان ولایت روغتون ته رسول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
د بغلان د ولایتي روغتون یو نوکریوال ډاکتر عاشق الله وزیري خبریالانو ته ویلي چې د یادې ترافیکي پېښې د ټپي شوو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
ښاغلي وزیري زیاته کړه چې ممکن د قربانیانو شمېر زیات شي.
ویل کیږي چې د دغه پېښې زیات قربانیان د مسافر وړونکي بس مسافرین و چې د طالب چارواکو په وینا د هغوی په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د بغلان ولایت سیمه ییزو طالبانو د یادې ترافیکي پیښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطې بللې ده.
تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي و چې د کابل ـ بلخ، او کابل ـ هرات په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو لویو لارو کې ترافیکي پيښې زیاتي شوي چې له امله په ورځ کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
په افغانستان کې د ترافیکو پېښو زیاتوالي لاملونه، د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي علایمو کموالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کیږي.