د افغانستان د بلخ په ولایت کې د ملي اردو دوې منسوبینې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې وژل شوي دي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې وسله والو نن سه شنبه سهار جنورۍ ۱۲( مرغومې ۲۳) د مزارشریف ښار په پنځمه ناحیه کې د هغوی پر موټر باندې ډزې کړي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي امریکا غږ ته وویل: "د ښځینه منسوبینو موټر هلته (پنځمه ناحیه) کې ولاړ و، خپل یو همکار ته په تمه و چې دوو تنو وسله والو د تومانچې ډزې باندې کړي دي، د ملي اردو دوې ښځینه منسوبینې وژل شوي او د یو موټر چلوونکي په ګډون دوې تنې نورې ټپیانې شوي دي."
د افغانستان جمهوري ریاست دا برید غندلی دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ملي اردو په لیکو کې د ښځمنو سرتیرو حضور د هیواد ملي پانګه بللې ده.
دولت جمهوری اسلامی افغانستان، حمله تروریستی بالای واسطه سربازان زن قول اردوی ۲۰۹ شاهین، در شهر مزار شریف که منجر به شهادت دو سرباز زن شد را به شدید ترین لحن محکوم میکند. حضور خواهران ما در نیروهای امنیتی ودفاعی که با فداکاری زیر پرچم جمهوریت در کنار برادران شان از مردم و ...
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) January 12, 2021
له دې سره هم مهاله د بلخ ولایت چارواکي وایي چې نن سهار د څارنوالۍ د حقوقي مشاوریت پر موټر ناڅرګندو کسانو ډزې کړي، خو چا ته پکې زیان نه دی رسېدلی.
د بلخ دامنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي چې بریدګر په تېښته بریالي شوي، خو وايي چې په اړه یې څېړنې روانې دي.
تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.