د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز یو زر ورځې؛ د اقرا کمپاین پیل شو

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې پرته په منخنۍ او ثانوي دورو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او په پوهنتونونو کې یې هم ښخې او نجونې له زده کړو محرومې کړي دي.

په افغانستان کې د جون د روانې میاشتې په ۱۴ (جوزا ۲۵) د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز ۱۰۰۰ ورځې پوره کیږي، د رواداري او مصور په نومونو د بشري حقونو او د نجونو او ښځو د زده کړو د حقونو دوو بنسټونو د دغه بندیز د زرو ورځو د پوره کیدو سره هممهاله د اقرا "ولوله" په نوم یو کمپاین پیل کړی دی.

د رواداري سازمان مشرې شهرزاد اکبر د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه کمپاین د پیل په اړه ویلي چې زر ورځې کیږي چې په افغانستان کې نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې شوي دي.

میرمن اکبر لیکلي: "د جون په ۱۴مه زر ورځې پوره کېږي چې افغانې نجونې له خپلې انساني او شرعي حق چې تعلیم دی محرومې دي. موږ د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو لپاره یو غږ پورته کوو او د 'اقراء' کمپاین ستاسې په ډاډ پیلوو".

شهرزاد اکبر له افغانانو غوښتي چې د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو لپاره دې دا غږ ورسره بدرګه کړي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او په تیرو نږدې دریو کلنو کې یې اصلا د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

طالبانو د نجونو د منخنۍ او ثانوي دورو د ښونځیو د تړلو سربیره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه، چې ورسره په ټول افغانستان د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او د لوړو زده کړو په موسسو کې په بشپړ ډول د نجونو او ښځو تعلیم بند شوی دی.

د ښکلا په نوم د دولسم ټولګي یوې زده کوونکي امریکا غږ ته وویل چې افغان نجونې ډیرې ناهیلې شوي او هغوی دا ګڼي چې طالبان به هیڅکله بیا د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونواو ښځو پرمخ پراننیږي.

ښکلا وویل: "وینو چې په افغانستان کې د یوې ورځې څخه تر بلې ورځې پورې وضعیت ډیر سختیږي هم د امنیتي پلوه او هم د اقتصادي او اجتماعي پلوه. هیڅوک په افغانستان کې هغسې ژوند چې د طالبانو د واکمنۍ دمخه یې لره نلري د همدې له کبله هیڅوک د طالبانو سره خوشاله نه دي".

ښکلا وايي چې طالبانو نه یوازې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پرمخ نه دي پرانیستي، بلکې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې یې هم د هغوی پرمخ وتړلې.

هغه وايي: "طالبانو راڅخه نه یوازې د زده کړو فرصت واخیست، بلکې کاري فرصتونه یې هم را څخه واخیستل نو په دې توګه چې د طالبانو واکمني مخ ته ځي او وخت ورباندې تیریږي د افغانانو څخه د هغوی اساسي حقونه هم اخیستل کیږي".

د اقرا یا ولوله کلیمه په اسلامي نړۍ کې خورا زیات اهمیت لري او اکثره کارپوهان دا په اسلام کې زده کړو ته د اهمیت په برخه کې د یوې مهمې بیلګې په توګه یادوي.

ټاکل شوې ددغه انلاین کمپاین په ترڅ کې ددغو دوو بنسټونو سره د هغو نجونو نظریات شریک شي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې پر هغوی د زده کړو د اغیزو په اړه خبرې کړي دي. دغو بنسټونو له افغانانو غوښتي چې د نجونو غږونه دې د بیلابیلو لارو څخه په کټې اخیستنې لا اوچت کړي.

د نجونو د زده کړو او د ښځو د حقونو یوې فعالې شفیقه خپلواک ددغه کمپاین د پیل پرمهال په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې دغو نجونو په خبرو کې یو ګډ خبره دا وه چې ددغه وضعیت څخه د وتلو لپاره نجونې هغو افغانانو ته په تمه دي چې ددغه بندیز پر وړاندې خپل غږ اوچتولی شي او د هغوی پر وړاندې د بندو ښوونځیو دروازې په پرانیستلو کې مرسته کولای شي

شفیقه خپلواک ویلي: "زر ورځې وشوې چې د افغان میرمنو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي، زر ورځې وشوې چې میلیونونه نجونې ددې ظلم قرباني دي او د خپل شرعي او بشري حق څخه چې تعلیم دی محرومې دي. له بده مرغه دا شمیر هره ورځ مخ په ډیریدو دی".

شفیقه خپلواک ویلي چې دا بندیز یوازې د نجونو پر ژوند استعدادونو باندې ناوړه اغیزه نه کوي، بلکې د هر پلار، هرې مور، هرې خور، هر وروراو په نهایت کې د ټول ملت د نن او راتلونکې تاوان دی. د نجونو د ښوونځیو تړل ملي فاجعه او د انساني کرامت تر پښو لاندې کول دي".

شفیقې خپلواک د اقرا د کمپاین د پیل په خپل پیغام کې ویلي چې ترټولو ډارونکي مسله داده چې دا ظلم او بې عدالتۍ [د نجونو د ښوونځیو تړل] د افغانانو د ورځیني ژوند په یو عادي او نورمال حالت باندې بدلیږي. هغه ویلي: ... انسان یوازې د خپلو خبرو مسوول نه دی، بلکې د خپلې جوپتیا مسوولیت هم لري".

ټاکل شوې ددغه انلاین کمپاین په ترڅ کې به د هغو نجونو اوازونه خپاره شي چې دغو دوو بنسټونو سره یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې خبرې کړي دي. د رواداري او مصور بنسټونه هیله لري چې افغانان به له زده کړو د محرومو نجونو غږونه بدرګه کړي او په لا خپریدو کې به یې مرسته وکړي. دغو بنسټونو له افغانانو غوښتي چې د نجونو د تعلیم مسله دې په خپلو حجرو، جوماتونو او د کوردننه مطرح کړي او له زده کړو د محرومو نجونو د غږ لا اوچتولو کې دې همکاري وکړي.

دا کمپاین په داسې حال کې پیل شوی چې د طالبانو د حکومت د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو د روسیې د فدراسیون د تاتارستان د جمهوریت د کازان په ښار کې د پوهنې د وزیرانو په دوېیم نړیوال کنفراس کې ګډون کړی او په افغانستان کې د پوهنې د بهیر د پیاوړي کیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت دغو دواړو وزیرانو د پوهنې د وزیرانو دوېیمې نړیوالې غونډې ته په خپلو وینا کې د نجونو او ښځو د زده کړو د بیرته پیلیدو په اړه څه نه دي ویلی. ملي تلویزیون چې د طالبانو له خوا اداره کیږي دې غونډې ته د پوهنې د وزیر سید حبیب الله اغا د وینا یوه برخه خپره کړې چې په کې هغه ویلي، چې په دې ډول تخنیکي او مهمو نړیوالو فورمونو او ناستو کې د افغانستان غړیتوب د دې هېواد حق دی.

سید حبیب‌الله اغا ویلي هېوادونه کولای شي، چې د دغه کنفرانسونو له لارې خپلې تجربې له نورو سره شریکې او د نورو له تجربو د خپل ښوونیز نظام د ښه‌والي لپاره کار واخلي. د پوهنې وزیر دغه راز د دغه کنفرانس د پای په مراسمو کې د زده‌کړو د پرمختګ او عصري تکنالوژۍ د ترویج ګډه اعلامیه او هوکړه ليک لاسلیک کړی دی.

روسیې ته د طالبانو د حکومت ددغو دوو چارواکو سفر د افغانستان په دننه او بهر کې د افغان میرمنو د حقونو د فعالانو تند غبرګونونه راپارولي دي.

د افغان میرمنو د حقونو فعالانو روسیه هم په دې ګرمه کړې چې ویلي یې د طالبانو د حکومت دوه لوړپوړې هغه چارواکي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې او ښځې له زده کړو محرومې کړي دغې نړیوالې غونډې ته بللي دي.

همداشان دغو میرمنو ویلي چې د طالبانو دغه چارواکي به په دغسې نړیوالو غونډه کې پر افغان میرمنو اونجونو د زده کړو بندیز څنګه توجیه کړي.