د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې پر اوکراین د روسیې برید وغانده

د ملګرو ملتونو عمومي مجموعي د چهار شنبې په ورځ مارچ دویمه (کب ۱۱) په یوې بیړنۍ غونډه کې او د رایو په اکثریت پر اوکراین د روسیې برید وغانده.

دې مجموعې همدارنګه په یوه پریکړه لیک کې له مسکو څخه وغوښتل چې په اوکراین کې جګړه ودروي او خپل پوځيان له هغه هیواده وباسي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو خلاف، د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې پریکړه لیکونه اجرایي جنبه نلري او اساسي هدف یې په دې نړیوال سازمان کې د روسیې منزوي کیدل دي.

دا پریکړه لیک په داسې حال کې په ۱۴۱ مثبتو، ۳۵ ممتنع او پنځو مخالفو رایو سره تصویب شو چې روسیې پر اوکراین خپل بریدونه زیات کړي دي ، هغه بریدونه چې له اوکراین څخه د ۷۸۰ زره وګړو د وتلو لامل شوي دي.

روسیه، بلاروس، شمالي کوریا، سوریه او اریتریا هغه پنځه هیوادونه دي چې دې پریکړه لیک ته یې مخالفه رایه ورکړه. چین د هغو ۳۵ هیوادونو په ډله کې دی چې ممتنع رایه یې کارولې ده.

ددې پریکړه لیک په متن کې پر "اوکراین د روسیې په تجاوز" خواشیني ښودل شوې ده. د وروستي ځل لپاره چې د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې بیړنۍ غونډه جوړه شوه، ۱۹۸۲ میلادي کال وو.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتیریش وویل:"د عمومي مجموعې پیغام لوړ او روښانه دی. سمدستي په اوکراین کې دښمنۍ پای ته ورسوئ. ډزې بندې کړئ. همدا اوس د خبرو او دیپلوماسۍ لپاره دروازې خلاصې کړئ."

د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې پریکړه لیک د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي له تاوده هرکلي سره مخ شو. نوموړي په یوه ټویټ کې د هیوادونو له مثبتو رایو څخه هرکلي وکړ او له روسیې وغوښتل چې ډیر ژر په اوکراین خپل بریدونه ودروي. ښاغلي زیلنسکي هغو هیوادونو ته چې دې پریکړه لیک ته یې مثبته رایه ورکړې وویل "د تاریخ سمه لار" مو غوره کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو سفیرې لینډا ټاماس ګرینفیلد له رای ګیرۍ مخکې د هیوادونو له استازو وغوښتل چې دې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړي.

میرمن ګرینفیلد له رای ګیرئ مخکې وویل:"په وروستي تاریخ کې تر بل هر پریکړه لیک مخکې ملګري ملتونه له مشکل سره مخ شوي دي."

هغې زیاته کړه:"که ملګري ملتونه کوم هدف لري، هدف یې د جګړې مخنیوی، د جګړې غندل، د جګړې درول دي. نن دلته زموږ دنده ده. دا هغه وظیفه ده چې تاسې یې د ترسره کیدو لپاره دلته استول شوي یاست. نه یوازې د خپلو پلازمینو له خوا بلکې د ټول بشړیت له خوا."

دې پریکړه لیک پر اوکراین د روسیې د برید د غندلو تر څنګ، مسکو د ملګرو ملتونو د منشور په نقض کولو تورن کړ چې له مخې یې د یاد سازمان غړي هیوادونه "د بل هر هیواد د سیاسي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې د زور او تهدید څخه" منع کوي.