د ملګرو ملتونو بشري ادارې د بودیجې له کموالي سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر یو ویاند وویل چې د ملګرو ملتونو بشري پروژې سږ کال د بودیجې له کموالي سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د جمعې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۱) وویل چې هغوی د ۴۸.۷ میلیارده ډالرو یوازې یو پر دریمه برخه بودیجه ترلاسه کړې ده او نړیوالې اړتیاوي تر تعهداتو ډیرې شوي دي.

رویټر خبري اژانس څرګنده کړې چې دغه پیسې په نړۍ کې د ۲۰۴ میلیونه انسانانو سره د مرستې لپاره پکار دي ځکه وسله والې جګړې او اقلیمي بدلونونه، لکه د اوکراین جګړې او د افریقا په خاښ کې وچګالي د "لویو کړکیچونو" د اصلي محرک په توګه راڅرګندیږي کوم چې د ټولنو معیشت له ګواښ سره مخ کوي.

د اوچا ویاند ینس لارک خبریالانو ته وویل په داسې حال کې چې روان کال له نیمایي څخه تیر شوي خو ۳۳.۶ میلیارده ډالره بودیجه کمه ده چې دا تر اوسه د بودیجې ستر کموالی دی.

هغه وویل:‌ «په نړۍ کې اړتیاي د مرسته کوونکو د راتلونکو مرستو په نسبت په چټکۍ ډیریږي.»

د ملګرو ملتونو چارواکي زیاتوي په داسې حال کې چې سږ کال بشري اړتیاوي‌ مخ په زیاتیدوي دي، د روان کال تر نیمایي پورې ۱۵.۲ ملییارده ډالره راټول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي دفتر "اوچا" د ویبپانې د معلوماتو له مخې، امریکا ستره مرسته کوونکې ده چې څه باندې اته میلیارده ډالره یې مرسته کړېده. یادې ادارې ویلي د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام تر ټولو ستر مصروفي بنسټ دی.

په کابو ۵۰ میلیارده ډالر کې په ټوله نړۍ کې د ملګرو ملتونو د ادارو اړتیاوي شاملي دي چې د کانګو په جمهوري او سوریه کې بشري مرستې، اوکراین سره عاجلې مرستې او په افغانستان کې بیځایه شوي پکې شامل دي.

ینس لارک وویل په دې پيسو سره به د ملګرو ملتونو د ټولو بشري ادارو او یو شمیر موسسو اړتیاوي پوره شي خو د سره صلیب د نړیوال فدراسیون، سرې میاشتې او د سره صلیب د نړیوالې کمیټې غوښتنې تر پوښښ لاندې نه راولي ځکه هغوی خپلې خپلواکې پروسې لري.