د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د نړۍ هیوادونو ته ۵۰۰ میلیونه دوزه نور واکسین ورکوي


د امریکا متحده ایالتونو د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۲ (وږې ۳۱) د نړۍ له هیوادونو سره د مرستې په خاطر د ۵۰۰ میلیونه دوزه واکسین د اخیستلو خبر ورکړ.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن دا مطلب د چهار شنبې په ورځ په یوې انلاین غونډه کې چې د نړۍ په سطحه د کرونا واکسین د تطبیق د کچې د لوړیدو په خاطر جوړه شوې وه، اعلان کړ.

ښاغلی بایډن وویل، د کرونا ویروس د له منځه وړلو په هدف، باید د نړۍ په ټولو نقطو کې ددې ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.

بایډن نړۍ ته د واکسین د رسیدو په هدف د اضافه ۳۷۰ میلیونو ډالرو د ځانګړي کیدو اعلان وکړ، نوموړی همدارنګه د نړۍ په سطحه د واکسین د ویش په هدف د "واکسین د نړیوالې ټولنې" سره هم د ۳۸۰ میلیونو ډالرو د ورکړي خبر ورکړ.

بلخوا د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې کامله هریس د چهار شنبې په ورځ، په راتلونکې کې د ساری ناروغتیو د مخنیوي په هدف په نړیوال بانک کې له یوه نوې نړیوال مالي میکانیزم سره د امریکا د ۲۵۰ میلیونو ډالرو ژمنه اعلان کړه.

په دغه نوې میکانیزم کې د ټولو لپاره د ۱۰ میلیاردو ډالرو هدف تعین شوی دی.

میرمن هریس وویل:"دې ساري ناروغۍ موږ غافل ګیره کړو چې نه باید شوي وای." هغې زیاته کړه:"موږ د نه تیاریو په قیمت پوه شوو . له هرې مړینې سره موږ د قیمت جدیت ته متوجه شوو. اوس د عمل وخت رارسیدلی دی."

بایډن په راتلونکې کال کې حد اقل د نړۍ د ۷۰ سلنه نفوس د واکسین کیدو په برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان هدف ومانه او له دې اعلان سره یې نور شتمن هیوادونه هم وهڅول څو د ویروس د مخنیوي لپاره خپلې هڅې ډیرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر واشنګټن فشارونه زیات شوي دي چې له ټولو هیوادونو سره د کرونا واکسین مرسته وکړي.

نړیوالو سازمانونو او د نړۍ یو شمیر مشرانو د واکسین د ویش پر څرنګوالي او سوکه سرعت باندې انتقاد کړی دی، په خاص ډول مخ پر ودې هیوادونو کې. هغوی انتقاد کړی چې د امریکا اقدام کافي ندی ځکه دا هیواد غواړي‌ اوس امریکایانو ته د کرونا تقویتي دوز هم ورکړي په داسې حال کې چې په بیوزلو هیوادونو کې خلکو تر اوسه خپل لومړی دوز هم ندی اخیستی.‌

امریکا د خپل نوې تعهد له مخې، په مجموع کې د نړۍ له هیوادونو سره د کرونا د ۱.۱ میلیارد دوزه واکسین مرسته کوي.

روغتیایي کارپوهانو اټکل کړی چې بیوزلي هیوادونه پنځه تر شپږ میلیارده دوزه واکسین ته ضرورت لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په جون میاشت کې ویلي وو چې دې هدف ته د رسیدو په هدف ۱۱ میلیارده ډوزه واکسین ته ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG