امریکایي جنرال: پر طالبانو فشار ته دوام ورکوو

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ویتال

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وایي د طالبانو د حملو د زیاتوالي سره سره دغه ډله نشي کولای چې د جگړې له لارې بریالۍ شي.

د آزادۍ رادیو د رپوټ پر بنسټ د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل د جمعې په ورځ (د ثور ٢١) د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې وویل چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف به پر طالبانو پوځي، اجتماعي او دیپلوماتیک فشارونه زیات کړي چې دغه ډله مجبوره شي خبرو ته کښیني.

جنرال ووټل همداشان له طالبانو وغوښتل چې د هغه په وینا د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې له "سخاوته ډک" پیغام نه گټه واخلي.

دغه لوړپوړی امریکایي جنرال دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې د "خندق" په نامه د طالبانو د عملیاتو له اعلان وروسته په افغانستان کې د دې ډلې بریدونه زیات شوي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلونو کې خپل پسرلني عملیات د خپلو پخوانیو مشرانو په نومونو لکه منصوري او عمري، ترسره کړل چې د افغانستان د پوځي مقاماتو په وینا هغه دواړه عملیات د ماتې سره مخامخ شول.

طالبانو د "خندق" په نامه عملیات وروسته له هغې اعلان کړل چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د "کابل پروسې" په غونډه کې چې د ٢٠١٨ کال د فبرورۍ په میاشت کې په کابل کې جوړه شوې وه د لومړي ځل لپاره وویل چې د هغه تر مشرۍ لاندې حکومت حاضر دی "پرته له کوم مخکني شرطه" د طالبانو سره خبرې وکړي او دغه ډله د یو سیاسي مشروع حزب په توگه په رسمیت وپیژني.

خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د حکومت د سولې غږ رد کړ او هغه یې یوه "دسیسه" وگڼله.

د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو په غبرگون کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزوف ویتال، وویل "هغه رول چې طالبان یې لوبوي نه یواځې د هیواد په شمال کې بلکه د افغانستان په نورو سیمو کې ډیر بې ثباته کونکی دی او مونږ به تر هغه پورې پر هغوی پوځي فشار ته دوام ورکړو چې د مذاکرې میز ته راشي."