امریکايي ځواکونه له نایجر څخه ووتل

په تېرې یوې لسیزې کې د متحدو ایالتونو ځواکونو د نیجر ځواکونه روزل او په سیمه کې یې د داعش اوالقاعده ډلو په ضد د ترهګرۍ د مخنیوي په ماموریتونو کې یې مرسته کوله.

د متحدو ایالتونو د دفاع او د نایجر د ملي امنیت د دفاع وزارتونه وايي چې له هغه هېواد څخه د امریکا د ځواکونو او تاسیساتو د وتلو بهیر بشپړ شو.

د وتلو دا بهیر د روان کال د مې په ۱۹مه د دواړو اړخونو ترمنځ د تخلیې په شرايطو باندې له ګډ تفاهم وروسته پیل شو.

د امریکایي ځواکونو وتل د نایجر د نیامې د هوايي اډې څخه د جولاۍ په ۱۷مه او د اکادیز د هوايي اډې څخه د اګست په پنځمه پیل شو.

په دې سربېره د متحدو ایالتونو د افریقا د قوماندې د چارو د تنظیم څانګه، چې دوه ستوري جنرالان او نور افسران په کې وو، هم له نایجر څخه ووتله.

د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د اغیزناکې همکارۍ او تفاهم په اساس د تخلیې پروګرام له کومې ستونزې پرته بشپړ شوی، دواړو خواو د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۱۵مه وروستۍ نېټه ټاکلې وه.

په تېرې یوې لسیزې کې د متحدو ایالتونو ځواکونو د نیجر ځواکونه روزل او په سیمه کې یې د داعش اوالقاعده ډلو په ضد د ترهګرۍ د مخنیوي په ماموریتونو کې یې مرسته کوله.

د متحدو ایالتونو د دفاع او د نایجر د ملي امنیت د دفاع وزارتونو د دواړو هېوادونو د سرښندنو درناوی کړی.

نایجر یو نا ارامه افریقايي‌ هېواد دی او تر دا وروستیو پورې په کې د متحدو ایالتونو او فرانسې ۲۵۰۰ سرتېري دېره وو. امریکا او فرانسې له اروپايي هېوادونو سره په ګډه په پوځي او تعلیمي برخو کې میلوینونه ډالر لګولي.