اروپايي او امریکايي هېوادونه طالبانو ته: د نجونو د تعلیم په اړه مو پرېکړه درته تاوان کوي

طالبانو تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي

د امریکا د متحدو ایالتونو، کاناډ، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او ناروې حکومتونو او د اروپايي ټولنې عالي استازي په یوې ګډې اعلامیې کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه غندلې ده او له هغوی یې غوښتي دي چې خپله پرېکړه دې ژر بېرته واخلي.

تېره ورځ د نوي تعليمي کال په پیل کې د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې «تر امر ثاني پورې به» دا ښوونځي تړلي وي. د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ او غندل شوې ده.

دا ګډه اعلامیه چې پنجشنبه مارچ ۲۴ (وري څلورمه) خپره شوې وايي چې دا کار افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د طالبانو د ورکړل شوې ژمنې خلاف دی. اعلامیه وايي چې نړیوالې ټولنې شاوخوا شپږ میاشتې ښوونکو ته په دې هیله معاشونه ورکړل چې ښوونځي به د ټولو په مخ خلاصېږي.

په اعلامیې کې راغلي دي: «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې په عاجل ډول دې خپله پرېکړه بېرته واخلي، دا پرېکړه به افغان نجونو ته تر زیان رسولو ورپورته عواقب ولري. دا به د افغانستان ټولنیز اتحاد او اقتصادي‌ وده، د ملتونو په ټولنې کې د یو ویاړلي غړي‌ په توګه یې شاملېدو توقع او له بهر څخه هېواد ته د افغانانو بېرته ستنېدل زیانمنوي.»

اعلامیې همدغه راز ویلي چې د طالبانو حکومت دا پرېکړه به «په داخل او بهر کې د سیاسي ملاتړ او مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو په لیدلوري باندې خامخا اغیز لري.»

د دغو هېوادونو په اعلامیې کې راغلي دي چې ټول افغانانو په ټولو ولایتونو کې د تعلیم یو ډول او برابر حقوق لري.

تېره ورځ د کابل په ګډون ټولو سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شو، خو د نجونو تر شپږم ورپورته ټولګي تر څو ساعتونو ورسته بیرته بند شول.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د کابل ښار په اماني لیسه کې خبریالانو ته وویل چې د حکومت د مشرتابه د لارښوونې په اساس " ټولو اناثیه مکاتبو او لیسو ته چې له شپږم صنف څخه پورته دي،‌ خبر ورکوو چې خپل درسونه تر امرثاني پورې بند کړي. هرکله چې په دې اړه له شریعیت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامعه طرحه جوړه" شوه او د طالبانو حکومت امر وکړ، بیا "به یادو ښځینه مکاتبو ته رسمآ اطلاع ورکړل" شي.

نوموړي وویل چې دا "هدایت" ورته تېره ورځ د مکتوب له لارې استول شوی دی. څو میاشتې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې په نوي‌ تعلیمي‌کال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل کېږي.