په چین کې پر اویغوري مسلمانو ښځو د ډله ییز جنسي تیري ادعاوې

د چین د شین‌ژیانګ په توقیف ځایونو کې ایغوري مسلمانې ښځې د تیریو، جنسي سواستفادې، شکنجې او بد چلند له ګواښ سره مخامخ دي.

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی، څو تنو چې په دغو توقیف ځایونو کې اوسیدلي او یو تن ساتونکي د بي بي سي خبري شبکې ته ویلي چې د ډله ییز جنسي تیري، جنسي سواستفادې او شکنجې سره مخامخ شوي او یا هم ددغو اعمالو شاهدان وو.

د چین حکومت تل په شین‌ژیانګ کې د بد چلند تورونه رد کړي او د ایغوري مسلمانانو مخصوص توقیف ځایونه یې چې د اجباري کارونو کمپونو ته ورته دي د "د حرفوي زده کړو د مرکزونو" په نامه یاد کړي دي.

چینایي مقامات ادعا کوي چې دغه مرکزونه یې د اسلامي سخت دریځۍ او جلاغوښتنې په وړاندې د مبارزې او د نویو مهارتونو د زده کړې لپاره جوړ کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین، د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۳ (سلواغې ۱۵) وویل چې دغه رپوټ "په بشپړه توګه حقیقت نلري" او په وینا یې هغه کسان چې بي بي سي ورسره مرکې کړي هغه کسان دي چې په وار وار یې "غلط معلومات" خپاره کړي دي.

د دونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا مخکني حکومت د خپل کار په وروستیو ورځو کې وویل چې چین په شینژیانګ کې د اویغوري مسلمانانو په ځپلو سره "د نسل وژنې او بشریت ضد جنایاتو" مرتکب شوی دی.

تیر کال جرمني څیړونکي ادریان زنز، په یو رپوټ کې چې د "جیمزتون بنسټ" له خوا خپور شو چین یې د اویغور مسلمانانو په جبري عقیم کولو، د جنین په جبري سقط او د اویغوري مسلمانانو پر کورنیو باندې د کورنیو د تنظیم د سخت دریځو پروګرامونو په پلي کولو تورن کړی دی.

د چین حکومت هغه وخت هم دغه رپوټ ته سخت غبرګون ښودلی و او هغه یې بې بنسټه بللی و.

اټکل کیږي چې څه دپاسه یو میلیون اویغوري مسلمانان په اجباري توګه په توقیف ځایونو کې ساتل کیږي.

د بشري حقونو مدافع ډلې هم ویلي دي چې د چین حکومت د څارنې د ځپونکي او سخت دریځه سیستم په پلي کولو سره چې اجباري نیونې، د دیني عقیدې د خوشې کولو لپاره تلقین کول او حتی په اجباري توګه عقیم کول په کې شامل دي، په پرله پسې توګه د اویغوریانو څخه مذهبي او نورې آزادۍ سلب کړي دي.