افغان کډوالو پاکستان ته ګټه رسولې - سروې

عکس: ارشیف

د پېښور پوهنتون سیاسي علومو څانګې (political science) او د بریتانیا سسیکس پوهنتون د افغان کډوالو په باب په خپل درې کلن څېړنیز راپور کې د پاکستان حکومت هغه دریځ ناسم بللی چې وايي، خېبرپښتونخوا په ګډون د دغه هېواد په نورو ایالتونو کې میشت افغان کډوالو د ځايي خلکو پر ژوند او اقتصاد ناوړه اغیز کړی دی.

د پېښورپوهنتون د سیاسي علومو د څانګې (political science) پروفیسور او د دې څیړنې مشر ډاکټر عبدالروف امریکا غږ ته وویل،”په خپلو درې کلنو څیړنو کې موږ ته دا روښانه شوه چې افغان کډوالو په پاکستان کې د کرکیلې او نورو کاروبارونو په میدان کې لوی کار کړی دی“.

نوموړی زیاتوی چې افغان کډوالو پاکستان ته نوي نوي کاروبارونه راوړي، شاړې او میرې ځمکې يې خړوبې کړې دي، او هغه يې په زرخیزه ځکمو بدلې کړي دي.

ډاکټر رووف ولیي چې پاکستان ته یې ارزانه کارګران ورکړې، هغوی د هر ډول فصلونو او ترکاریو کروندې کوي، دلته يې لوی لوی ودانۍ جوړې کړ‌ې دي او د افغان کډوالو د دې کاروبارونو له کبله یوشمېر پاکستاني ځوانانوته هم روزګار پیدا شوی دي.

د نوموړي په خبره د برېتانیا د سسیکس پوهنتون په مالي مرسته دوی یوه سروی کړې وه چې پکې د پروفیسورانو او د ځینو غیردولتي ادارو کارمندانو برخه اخیستې وه او د پاکستان د هغه سیمو دورې يې کړې چې په کې افغان کډوال میشت دي او د هغه سیمو له ځایي خلکو يې پوښتلي چې تاسو ته د افغان کډوالو څخه څه تکلیف یا تاوان خو نه رسېږي؟ نو هغه خلکو د افغان کډوالو کارونه او روزګارونه په ډاګه کړل.

د ډاکټر عبدالروف په خبره چې دوی په هري پړاو کې د افغان کډوالو په ۱۶ کېمپونو کې سروې کړې ده.

دوی د صوابۍ مردان د جلاله، د کوز دیر د شمشتو سیمې او د کوهاټ پېښور ازاخیلو او د نوښار او د چترال د سیمو دوره کړې او د عام ولس څخه يې د افغان کډوالو په اړه پوښتنې کړي او د دې سروی په بشپړېدو کې درې نیم کاله وخت لګېدلی دی چئ د افغان کډوالو په اړه کره معلومات راټول کړي دي.

دوی د دغه سیمو حجرو ته تللي، د عام ولس سره يې خبرې کړي او د مخورو خلکو يې پوښتلي نو له هغې وروستو دوی په دې پایله رسېدلي چې افغان کډوال پر پاکستان بوج نه دی بلکې د دې هېواد اقتصاد او معشیت ته یې نوې سرچینې ورکړي دي.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې ډېرې کرهڼیزه ځمکې داسې دي چې افغان کډوالو اجاره کړي دي.

د لغمان عبدالرازق هم یو له دې افغان کډوالو دی چې له څلوېښتو کالو راهیسې په صوابۍ کې زمینداري کوي. نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې ۲۵ جریبه ځمکه يې په اجاره نیولې او هر ډول ترکارۍ او نور فصلونه پکې کرې.

دا مهال هغه غنم پرې کرلي، نوموړی زیاتوي‌ چې کله یې هم نه د پاکستان دولت نه د یو اېن اېچ سي ار، څخه مرستې اخیستې دي.

د مردان په نوښار سړک باندې د افغان غالیو یو دکاندار ظریف خان امریکا غږ ته وویل، د ده په دکان کې د مردان درې تنه اوسېدونکي کار کوي، د ده غوندې ګڼ افغان کډوال خپل کاروبارونه کوي او د پاکستان حکومت ته مالیه ورکوي.

د کندز نور رحمان د خیبر پښتونخوا په بونېر کې یوه لویه بېکرۍ (نانوايي) لري‌، ځايي اتلس کسان ورسره کار کوي، حکومت ته مالیه ورکوي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې نور رحمان وویل، څو ورځې وړاندې ډیر زیات خپه وو، ځکه چې پولیس ترې ټول معلومات اخیستي او نوم لکینه يې کړې ده. نوموړی وايي، دا معلومات یې د دې لپاره واخیستل چې له پآکستان څخه یې وباسي.

نور رحمان زیاته کړه،”اکثریت هېوادونه پانګه وال ورغواړي، تابعیت ورکوي، روزګار ورکوي موږ دلته د قانون عمل داري منو او روزګارونه کوو خو که موږ سره داسې چلند وشو چې له هیواده يې وویستو، نو دا یوازې زموږ لپاره نه بلکې د پاکستان لپاره هم د تاوان خبره ده. “

د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن اېچ سي ار، د وینا له مخې په پاکستان کې درې اعشاریه دوه ملیونه اففان کډوال مېشت دي خو د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو د وزارت د وینا له مخې څه د پاسه شپږ لکه افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.