برتانیا ځینې رضاکاران قصدآ په کرونا اخته کوي

د کرونا ویروس له کبله برتانیا کې څه باندې ۴۴زره کسان مړه شوي

د برتانیا حکومت وايي چې د کروناویروس د واکسین جوړولو د بهیر چټک کولو لپاره ځینې رضاکاران په قصدي ډول د کرونا په ویروس اخته کوي.

د دغې ازموینې رضاکاران به د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وي او هغوی ته پرته له دې چې وویل شي، ځينې داسې درمل ورکول کیږي چې اغیز نلري.

برتانیا د «انسان ننګونه» طرحه په همدې اونۍ کې اعلان کړه. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې برتانیا غواړي په دغه برخه کې ۴۳.۴ میلیون ډالر پانګونه وکړی.

د روغتیا نړیوال سازمان د برتانیا دا کار ستایلی دی خو ټېنګار کوي چې باید رضاکاران پوره رضایت ولري، ځکه چې هغوی په داسې یو ویروس ککړ کیږي چې لا یې علاج پیدا شوی نه دی.

د برتانیا د دغه تحقیقي کار هدف د هغه کوچنی ویروس پیدا کول دي چې د کوید۱۹ لامل کیږي. دا کنترول شوی ویروس په درمل کې ځای په ځای شوی او رضاکارانو ته ورکول کیږي.

که دخیلې خواوې دا طرحه ومني، د برتانیا حکومت به د ۲۰۲۱ دمۍ په میاشت کې دا بهیر پیل کړي.

په امریکا کې د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې د کرونا ویروس تر دې دمه په برتانیا کې څه باندې ۴۴زره کسان مړه کړي او څه باندې ۸۱۳زره نور په دغه ویروس اخته دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې وموندل شو چې دا مهال د نړۍ په ۱۸۹ هېوادونو او سیمو کې یې څه باندې ۱.۱ میلیون انسانان مړه کړي او شاوخوا ۴۱میلیون نور پرې اخته دي.