د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې په یوه ورځ د ۱۱ زرو نه زیات کسان په کرونا اخته شوي


د جرمني په یو شمیر سیمو کې د ماسکونو تړل اجباري شوي
د جرمني په یو شمیر سیمو کې د ماسکونو تړل اجباري شوي

په جرمني کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲۸۷ کسان د کرونا په ویروس اخته شول. تر دې وړاندې پدې هیواد کې دومره زیات کسان په یوه ورځ دې ویروس نه وو نیولي.

د اروپا د نورو هیوادنو په څیر په جرمني کې پدې تیرو څو اوونیو کې د کرونا په ویروس د اخته شویو کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دي. چارواکي مجبور شوي چې په زیات شمیر کې د خلکو په راټولیدو د بندیز تر څنګ یو لړ نور قیوادت هم وضع کړي.

په یو شمیر ښارونو کې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو بندیزونه هم لګیدلي او د برلین په هغو کوڅو کې چې ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي، د ماسکونو تړل اجباري شوي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل ولس ته خبرداری ورکړی چې پخپلو کورونو کې دننه پاتې شي او د بې ځایه راټولیدو مخه دې ونیسي.

جرمني پدې خاطر ستایل کیده چې د کرونا ویروس د خپریدو په لومړۍ څپې کې یې وکړی شو چې د مخنیوي چارې ښې سمبالې کړي خو په دویمې څپې کې دومره ډیر کسان پدې ویروس اخته شول چې په هغه هیواد کې ساری نلري.

د کرونا ویروس په ټول جرمني کې ۳۸۰۷۶۲ کسان نیولي او ۹۸۷۵ یې مړه کړي.

د کرونا ویروس تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د لومړي ځل لپاره په چین کې پیدا شو، ژر په وبا بدل او ټولې نړۍ ته خپور شو. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس کروناویروس په ۱۹۶ هیوادونو او سیمو کې خپور دی.

XS
SM
MD
LG