د بریتانیا په پارلماني چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همیش فالکونر د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون توشیح کیدل په افغانستان کې د یو حیرانوونکي په شاتګ په توګه یاد کړی او ویلي دي چې د طالبانو ددغو کړنو د غندنې سره سره یې د دغې ډلې حکومت سره د عملي خبرو اترو لپاره محدودې اړیکې د خپل هیواد د ملي ګټو په خاطر ساتلې دي.
د افغانستان او پاکستان په ګډون منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پارلماني مرستیال همیش فالکونر د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۳۱ (لړم لسم) په یوه خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو د حکومت سره د خپل هیواد د اړیکو، افغانانو سره د بشري مرستو او په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د کړنو په ځانګړي ډول د امربالمعروف د نوي قانون په اړه د خپل حکومت دریځ په تړاو وضاحت ورکړی دی.
هغه ویلي: "حکومت په پرله پسې ډول د طالبانو ځپوونکي پالیسي او چلند غندلی دی. ددې سره سره لکه زمونږ د ډیرو نورو متحدینو، مونږ د طالبانو سره محدود عملي ډیالوګ د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې ساتلی دی. دا بهیر د تیر محافظه کار حکومت [برتیانیا] له خوا پیل شوی و. دا بوختیا د طالبانو اقداماتو ته د مشروعیت ورکولو استازیتوب نه کوي. مونږ به د ښځو او نجونو د حقونو، تروریستي ضد، بشري حقونو او بشرپاله مرستو ته د لاس رسي په ګډون طالبان د هغوی د کړنو پر وړاندې حساب ورکولو لپاره چمتو کولو ته دوام ورکړو".
افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر رابرټ ډیکسن چې د څو ورځو راهیسې په کابل کې د طالبانو د حکومت د یو شمیر چارواکو سره په خبرو بوخت دی، د همیش فالکونر له خوا خپره شوې اعلامیه یې د خپل ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه خپره کړې ده.
همیش فالکونر په دې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو سره د بریتانیا د حکومت دا بوختیا په افغانستان کې د بشرپاله مرستو د همکارانو لپاره عملیاتي چاپیریال د فضا خوندیتوب او د لومړیتوبونو پر مسایلو باندې لکه د تروریزم ضد، د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو مسایل باندې د فشار راوستلو لپاره ده.
هغه ویلي چې په پرله پسې ډول یې په افغانستان کې د بشري بحران پر وړاندې د غبرګون په برخه کې د ښځو پر فعال رول او په خوندي ډول مرستو ته په لاس رسي او د مرستو پر وړاندې د هغوی د غبرګون چمتوکولو باندې ټینګار کړی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون نافذیدو ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې په دغه قانون کې پر ښځو، نارینو، ماشومانو او رسنیو باندې پراخه محدودیتونه لګول شوي، چې په ډیر اغیزمن ډول ښځې له عامو ځایونو څخه حذفوي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دا قانون په نړیواله کچه غندل شوی دی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "لکه چې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د ژوند د ټولو اړخونو څخه د ښځومحرومیت د افغانستان د خلکو لپاره یو غمژن په شاتګ دی. مقاماتو[بریتانوي] ددې قانون د لغوه کیدو لپاره په مخامخ ډول پر طالبانو باندې فشار راوړی او هم نظره نړیوالو همکارانو د طالبانو لوړ پوړو چارواکو د هڅونې پرمهال ټینګار کړی چې مونږ دغه قانون یو حیرانوونکي په شاتګ د قدم په توګه ګڼو".
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي چې همداشان بریتانوي چارواکو د بشري حقونو د نړیوالې شورا په ګډون په ملګرو ملتونو کې هم په ښکاره دا قانون پلي کیدل غندلي دي.
هغه ویلي: "مونږ به خپلو جدي اندیښنو څرګندولو او ددغو محدودیتونو د بیرته اخیستلو په اړه خپلو فشارونو ته دوام ورکړو".
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې د روان کال د اګست په میاشت کې ددغه وزارت له خوا په لندن کې د افغان میرمنو د یوې ډلې د کوربتوب یادونه کړې او ویلي دي چې همداشان د سپټمبر په میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د البانیا په تیرانا کې د افغان میرمنو غونډې ته په وینا کې د افغانستان څخه او د افغان میرمنو څخه ملاتړ اعلان کړی وو.
په دې اعلامیه کې د سپټمبر په میاشت کې په لندن کې د افغانستان د سفارت د تړلو یادونه هم شوې او ویل شوي چې ددغه سفارت تړل به په بریتانیا کې میشتو افغانانو ته د قنسولي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستونزې راولاړې کړي، خو زیاته کړې ده چې بریتانیا د دپلوماتیکي اړیکو په تړاو د ویانا کنوانیسون ته ځان ژمن بولي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې بریتانیا به په افغانستان کې دننه او ددغه هیواد د ګاونډیانو سره د سولې لپاره د افغانستان دننه او بهر د کښیلو خواو او نړیوالې ټولنې سره رغنده کار ته دوام ورکړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي چې افغانستان لا هم د بشري بحران سره مخ هیواد په توګه پاتې شوی دی. دغه وزارت ویلي چې د ۲۰۲۳/۲۰۲۴ کلنو په موده کې یې افغانستان ۱۱۳.۵ میلیونو فونډو مرسته کړې چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا په دغه هیواد کې د بشري مرستو د پروګرامونو له لارې په مصرف رسیدلي دي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغو مرستو څخه د ګټه اخیستونکو ۵۰ فیصده یې ښځې وې.
د طالبانو حکومت لا د بریتانیا د حکومت ددغه چارواکي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو حکومت ددغه قانون پر پلي کیدو ټینګار کړی دی.
ددغه حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف خیبر ددغه قانون په تړاو د خلکو نیوکو او اندیښنو ته په کتنې د اکتوبر ۲۹ ( تلې اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا وزارت په ټولنه کې د منکراتو له منځه وړلو او معروفاتو اقامې ترڅنګ د شریعت په چوکات کې د ښځو حقونو ورکړې او د ناوړه دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی
هغه ویلي: "د امر بالمعروف وزارت مسؤولین ژمنه کوي چې د ټولنې په ټولو وګړو به د نوي قانون په پلي کولو کې له هېڅ راز هڅې ډډه ونکړي او ډاډ لري چې د یاد قانون په پلي کولو به ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي برخه کې خورا مثبت بدلون رامنځته ته شي."
دمخه ددغه وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د امربالمعروف قانون پلي کول د طالبانو د حکومت یوه سره کرښه ګڼلې وه او ددغه قانون په پلي کولو یې ټینګار کړی وو.