بریتانیا غیرقانوني‌ کډوالو ته د تابعیت ورکولو مخه نیسي

د بریتانیا حکومت ژمنه کړې چې د کډوالو د لیږدوونکو جنايي ډلو مخنیوی کوي.

د بریتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ، فبروري ۱۲ (سلواغه ۲۴)، وویل د کډوالۍ قوانین سختوي ترڅو د هغو کډوالو لپاره د بریتانیا د تابعیت اخیستل نږدې ناممکن کړي چې له قانوني اسنادو پرته دغه هېواد ته ځي.

ددغو نویو قوانینو له مخې به د هغو کډوالو د تابعیت غوښتنه رد کیږي چې په کوچنیو کوښتیو کې او یا هم په پټه د سوداګرۍ د مالونو په ټرکونو کې بریتانیا ته ځي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل: "دا لارښود هغه اقدامات نور هم پیاوړي کوي او روښانه کوي چې په کوچنیو کښتیو کې او له نورو لارو بریتانیا ته د غیرقانوني تلونکو کسانو د بریتانیا د تابعیت غوښتنلیک رد کیږي."

په بریتانیا کې د نایجل فراج په مشرۍ د کډوالۍ ضد اصلاح غوښتونکي د حکومت سیاسي مخالف ګوند په تیرو عمومي ټاکنو کې شاوخوا څلور میلیون رایې وګټلې. له همدې کبله د صدراعظم کییر سټارمر په مشرۍ د کارګر ګوند پر حکومت فشار زیات شوی چې کډوالي کمه کړي.

خو د بریتانیا د پارلمان یو شمېر غړو د کډوالۍ په قوانینو کې په تازه بدلونونو باندې نیوکه کړې ده.

وکیلې سټیلا کریسي په ایکس کې په یو پوسټ کې لیکلي: "که یو شخص ته د کډوال حیثیت ورکول کیږي، دا نامناسبه ده چې د هغه د تابعیت د اخیستلو د مسیر مخنیوی وشي." کریسي زیاته کړې چې دا کار دا کسان د تل لپاره د دوهمې درجې اشخاصو په توګه پاتې شي.

د "ازاد تګ راتګ" په نوم د کډوالۍ د قوانینو یو وبسایټ لیکلي چې ددې بدلون له کبله ښايي "سمدستي د یو زیات شمېر کډوالو د بریتانیا د تابعیت اخیستلو مخه ونیول شي." دغه وبسایټ لیکلي چې په قوانینو کې دا بدلون "ظالمانه او ادغام ته زیان رسوونکی" کار دی.

دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د بریتانیا پارلمان په روانه اونۍ کې د سرحدونو د امنیت، پناه غوښتنې او کډوالۍ په یوې لایحې بحث وکړ. ددغه لایحې له مخې، پولیسو ته د "ترهګرۍ ضد ځواک په څېر صلاحیتونه" ورکول کیږي ترڅو د هغو انساني قاچاق کوونکو ډلو مخنیوی وکړي چې کډوال د سمندر له لارې بریتانیا ته اړوي.

د بریتانیا د ۲۰۲۴ کال د جولای په عمومي ټاکنو کې کډوالي یوه عمده موضوع وه. ددغو ټاکنو په پایله کې سټارمر صدراعظم شو.

د واک اخیستلو سمدستي وروسته سټارمر د پخواني صدراعظم ریشي سوناک هغه پلان لغوه کړ چې د اسنادو نه لرونکي کډوال روانډا ته لیږي، او ددې پرځای یې ژمنه وکړه چې د کډوالو د شمېر د کمولو لپاره به د انساني قاچاق کوونکو ډلو مخنیوی کوي.

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کې ۲۹۴۳۷ کسان له فرانسې څخه د اوبو له لارې بریتانیا ته اوښتي دي او په ۲۰۲۴ کال کې په دغو اوبو کې ۳۶۸۱۶ کډوال لیدل شوي چې ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي دي.