بریتانیا اوکراین ته ټانکونه ورکوي؛ روسیې پر کیف میزایل وتوغول 

د بریتانیا چلنجر ۲ ټانکونه

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د شنبې په ورځ جنورۍ ۱۴ (مرغومي ۲۴) ژمنه وکړه چې اوکراین ته به د ټانکونو او توپخانې سیسټم ورکړي. دا په داسې حال کې دي چې مسکو د اوکراین پر پلازمېنه او نورو ښارونو د توغندیو تازه بریدونه کړي دي.

د بریتانیا د صدراعظم دفتر په یو بیان کې ویلي چې ښاغلي سوناک د شنبې په ورځ له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره له خبرو وروسته کیف ته د «چیلنجر۲» ټانکونو او نورو توپچي سیسټمونو د چمتو کولو ژمنه وکړه.

په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې اوکراین ته به څومره ټانکونه او کله ورکړل شي. برتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د برتانیا د اردو څلور مهم چیلنجر۲ جنګي ټانکونه به سمدلاسه ختیځې اروپا ته واستول شي او اته نور به لږ وروسته انتقال شي. خو رسنیو پدې اړه منبع نده په ګوته کړي.

دا اعلان څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د شنبې په سهار د کیف ښار یو لړ چاودنو ولړزاوه.

د کییف ښاروال ویتالي کلیتشکو وویل، د دنیپروسکي په ولسوالۍ کې، چې د دنیپر سیند په چپه غاړه کې د استوګنې سیمه ده، د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. کلیتشکو دا هم وویل چې د توغندي چرې (ټوټې) د هولوسیوسکي ولسوالۍ په ښي څنډه کې په غیر استوګنه سیمه کې لویدلي چې په یوه ودانۍ کې د لنډې مودې لپاره د اور لګیدو سبب شوې. تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د بریتانیا د اعلان دمخه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون څو ورځې دمخه اوکراین ته په ۱۹۸۰ لسیزه کې د جوړو شویو فرانسوي AMX-10 RC زغروالو وسایطو د ورکولو ژمنه وکړه.

متحده ایالاتو هم اوکراین ته د براډلي محاربوي ماشینونو د ورکولو ژمنه کړې. دا وسایط په ۲۵ ملي متري توپونو، ۷.۶۲ ملي متري ماشینګڼو او په ټانک ضد توغندیو سمبال دي.

د فرانسې او متحده یالاتو له تصمیم وروسته چې اوکراین ته وسلې برابروي، د جرمني صدراعظم اولاف شولتز هم د جنورۍ په پنځمه (مرغومي ۱۵) اوکراین ته د زغره والو جنګي وسایطو د لېږلو په اړه موافقه وکړه.

د جرمني د حکومت یو ویاند د جمعې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل چې جرمني به د امریکا سره په همغږۍ د اوکراین څخه د ملاتړ د نوې مرحلې د یوې برخې په توګه په څو اونیو کې شاوخوا ۴۰ مارډر زغروال جنګي وسایط اوکراین ته ورکړي.

امریکا او جرمني همداشان ژمنه کړې چې له دغو وسایطو څخه د استفادې په برخه کې به اوکرایني ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ند پرایس ویلي، واشنګټن اوکراین ته هغه څه برابروي چې کیف د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا لري.