د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جرمني اوکراین ته زغره وال جنګي وسایط استوي  


برادليس ډوله جنګي وسایط چې امریکا یې اوکراین ته ورکوي
برادليس ډوله جنګي وسایط چې امریکا یې اوکراین ته ورکوي

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن او د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د جنورۍ په پنځمه (مرغومي ۱۵) اوکراین ته د زغره والو جنګي وسایطو د لېږلو په اړه موافقه وکړه.

جرمني همداراز د متحده ایالاتو په تعقیب اوکراین ته د پټریوټ توغندیو سیسټم ورکوي چې په مرسته به یې کیف د روسیې د بریدونو په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

د جرمني د حکومت یو ویاند د جمعې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل چې جرمني به د امریکا سره په همغږۍ د اوکراین څخه د ملاتړ د نوې مرحلې د یوې برخې په توګه په څو اونیو کې شاوخوا ۴۰ مارډر زغروال جنګي وسایط اوکراین ته ورکړي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې متحده ایالاتو د جمعې په ورځ د اوکراین لپاره د درې میلیارد ډالرو نورې نظامي مرستې اعلان وکړ. د سپینې ماڼۍ په وینا دا د کیف لپاره تر اوسه ترټولو لویه پوځي مرسته ده.

برادليس ډوله جنګي وسایط چې امریکا یې اوکراین ته ورکوي، په ۲۵ ملي متري توپونو، ۷.۶۲ ملي متري ماشینګڼو او په ټانک ضد توغندیو سمبال دي او جرمني به کیف ته د مارډر ډوله زغروال جنګي وسایط واستوي.

دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې له دغو وسایطو څخه د استفادې په برخه کې به اوکرایني ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.

جوبایډن له خپلې کابینې سره تر لیدنې وروسته وویل چې د جرمني له صدراعظم سره یې موافقه کړې چې له اوکراین سره نورې پوځي مرستې وکړي.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي دي چې دغه زغره وال وسایط د پوځي مرستو د یوې سترې کڅوړې یوه برخه ده چې په راتلونکو ورځو کې به اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ فرانسې هم اوکراين ته د ټانکونو د ورکولو ژمنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس ویلي، واشنګټن اوکراین ته هغه څه برابروي چې کیف د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا لري.

اوکراین له ډېرې مودې راهیسې د ټانکونو په ګډون درنې وسلې غواړي، خو لوېدیځ د دغو وسلو لېږلو ته لېوال نه دی او وېره لري چې دا کار به لوېدیځ هېوادونه له روسیې سره په مستقیمه جګړه کې ښکېل کړي.

دا پداسې حال کې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په اوکراین کې د ارتودوکس مسیحي کرسمس په مناسبت د ۳۶ ساعته اوربند امر وکړ. دا د تیر کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د یرغل له پیل راهیسې لومړی اوربند دی.

XS
SM
MD
LG