د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایې له دې وروسته په واشنګټن کې د برتانیا له سفیر سره کاري رابطه نه ساتي.
د برتانیا سفیر، کېم داروک د امریکا د ولسمشر په ادرس سپکې سپورې ویلي دي. سفیر خپلو مشرانو ته اطلاع ورکړې وه چې جمهور رئیس ټرمپ بې منطقه، بې کاره او یو بې ثباته شخص دی او حکومت يې غیرفعاله دی.
ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي چې په واشنګټن کې د بریټانیا سفیر کیم داروک نه پیژني، او هغه د واشنګټن ندی خوښ او نه ښه فکر لري. بلخوا بریتانیا کوشش کوي هغه سرچینه پیدا کړي چې د واشنګټن نه لندن ته د داروک دیپلوماتیکې خبرې يې افشا کړي.
The wacky Ambassador that the U.K. foisted upon the United States is not someone we are thrilled with, a very stupid guy. He should speak to his country, and Prime Minister May, about their failed Brexit negotiation, and not be upset with my criticism of how badly it was...
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) July 9, 2019
دا معلومه نده چې امریکا اوس د اړیکو نه لرلو اطلاع د برتانیا سفارت ته رسمآ لیږلې که نه؟ د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ وايي لومړی موږ باید دا معلومه کړو چې څه خبره شوې.
ښاغلی هنټ وايي "ډیره مهمه ده چې د نړۍ په مختلفو برخو کې خپلو همکارانو ته ډاډ ورکړو چې په ارام فکر مونږ سره خپله ریښتنې ارزونه شریکه کړي. نو ځکه غواړو ددې افشاګرۍ په باره کې پلټنه وکړو.هیله من یم چې اصلي ریښه پیدا کړو، او بې له شکه که معلوم شي چې چا، څه وخت او څوک اصلي مسؤل دی، نو جدي چلند به ورسره وشي".
دوه ورځې مخکې د میل ورځپانې په امریکا کې د برتانیا د سفیر همدا محرم یاداښتونه خپاره کړل چې ویلي وو د جمهور رئیس ټرمپ حکومت یو غیرفعال، بیکاره او بې لاسته راوړنې اداره ده.
دا مکتوبونه چې د ۲۰۱۷ کال نه تراوسه د برتانیا حکومت ته لیږل شوي، سفیر کیم داروک پکې ویلي چې ټرمپ بې ثباته احساساتي دی او په لندن کې مقاماتو ته توصیه کوي چې د ټرمپ سره په ساده ژبه او حتی سپینې خبرې وکړي.
په واشنګټن کې د برتانیا د سفیر لخوا د ناببره څرګندونو له کبله د امریکا نږدې ملګری هیواد برتانیا ډیره کمه راغلې.
بلخوا د برتانیا د اقتصاد وزیر لیم فاکس چې له واشنګټن نه لیدنه کوي ویلي چې د راپورته شوې مسلې له کبله به د ولسمشر ترمپ له لور ایوانکا ټرمپ نه بخښنه وغواړي.