د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: اروپايي ‌ټولنې نه د برتانیا وتل امریکا-برتانیا ته د تجارت لوی فرصت برابروي


ټرمپ په درې ورځني سفر بریتانیا ته ولاړ
ټرمپ: له اروپايي ‌ټولنې د برتانیا وتل د امریکا او برتانیا ته سوداګرۍ لوی فرصت برابروي
ټرمپ په درې ورځني سفر بریتانیا ته ولاړ ټرمپ: له اروپايي ‌ټولنې د برتانیا وتل د امریکا او برتانیا ته سوداګرۍ لوی فرصت برابروي

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وایي چې له اروپايي ټولنې نه د بریتانيا وتل د امریکا او بریتانیا ترمنځ د سوداګرۍ ستر فرصت برابروي،ځکه هغه هڅه کوي چې له بریتانیا سره سوداگریزې موافقې وکړي.

ښاغلي ټرمپ او میرمن یې میلانیا لندن ته خپل رسمي او تشریفاتي سفر د دوشنبې په ورځ (مۍ٣) په بکینگهم ماڼۍ کې د بریتانیا د ملکې دویمه الیزابت سره ملاقات وکړل.

ولسمشر لندن ته د سفر په لومړۍ ورځ د گمنامه سرتیري په څلي کې د گلانو گیډۍ کیښودله. په بریتانیا کې د ولسمشر ټرمپ تود هرکلی وشو خو د لندن ځیني خلک د هغه د شاندارو هرکلي مخالف دي.

ټاکل شوې چې بریتانیا ته د ولسمشر د سفر په مهال په سلگونه زره خلک د پارلمان مخ ته مظاهرې وکړي. ولسمشر ټرمپ د جون میاشتې په اوله نیټه د بریتانیا د تایمز ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې وویل که اروپایي ټولنه د بریتانیا غوښتنې نه پوره کوي نو بریتانیا باید د اروپايي ټولنې په وړاندې کلک دریځ غوره کړي او پرته د موافقې له هغه ټولنې ووځي.

د برتانیا د اپوزیشن ګوند د ټرمپ دا څرگندونې د هغه هېواد په چارو کې لاسوهنه بللې ده. د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ بریتانیا ته له سفر مخکې په سپینې ماڼۍ کې وویل چې بریتانیا ته به یې سفر ډیر په زړه پوري وي.

ولسمشر وویل بریتانیا د امریکا سره تجارت کول غواړي او د هغه په اند به په نږدې راتلونکي کې یوه ستره سوداگریزه معامله وشي. ولسمشر ترمپ په داسې وخت کې لندن ته سفر کوي چې په بریتانیا کې سیاسي کړکیچ روان دی او صدراعظمه تیریزا مۍ د اروپایي اتحاد نه په وتلو کې د پاتې راتلو له امله تیره میاشت له دندې استعفا وکړه.

ټرمپ هم ویلي یې وو چې بریتانیا باید له اروپايي ټولنې د وتلو هېڅ ډول معاوضه ورنه کړي او تريزا مۍ دې له مذاکراتو پرته له ټولنې ووځي.

ولسمشر ټرمپ همدا راز ویلي و د بریتانیا لپاره بورس جونسن تر صدراعظمې ټریزا مې غوره انتخاب دی. ولسمشر به د بورس جانسن او د برگزیت بل ملاتړی سیاستوال نگیل فراچ سره هم ملاقات وکړي.

امریکا له ډیر پخوا، د دویمې نړیوالې جگړې څخه د بریتانیا سره ځانگړي اړیکې لري خو دغه اړیکې د ولسمشر ترمپ او تریزا مې ترمنځ بل ډول دي.

په چتهم هاوس کې څیړونکی جکب پاراکیزلاس وایي "دا ډیر د استخباراتي او امنیتي ادارو ترمنځ د پټو او ژورو اړیکو په اړه ده. بریتانوي محصلین په امریکایي پوهنتونو کې درس وایي، د امریکا د فلمونو ستدیوگانې او هنرمندان بریتانوي ستدیوگانو او هنرمندانو سره همکاري کوي. دا د ځانگړو اړیکو مهمه برخه ده."

بریتانیا ته د ولسمشر ترمپ په اجندا کې یو شي یقیني دی او هغه دا چې ترمپ به د لندن د ښاروال صادق خان سره ملاقات ونکړي. صادق خان یوې ورځپاڼې ته ویلي و چې بریتانیې ته د ولسمشر سفر د دغه هیواد د ارزښتونو خلاف دی ځکه ترمپ د بریتانیې د نژاد پرسته ډلې تویتونه شریکوي.

بریتانیویان وایي، د اقلیم د بدلون په اړه د ترمپ دریځ او د ښځو په وړاندې د هغه چلند د بریتانیې د ارزښتونو خلاف دي.

ولسمشر ټرمپ به په بریتانيا کې درې ورځې تېرې کړي او له برتانيې نه به اېرلنډ او فرانسې ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG