روسیې او اوکراین یو بل د زاپوریژیا اتومي بټۍ د تخریبولو په هڅو تورن کړي

کرملین د چهار شنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) تور ولګاوه چې کیف ممکن د روسیې تر کنټرول لاندې زاپوریژیا اتومي بټۍ ته څېرمه د پارونې اقداماتو ته چمتووالی نیسي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: "وضعیت خورا کړکیچن دی ځکه چې د کیف د رژیم لخوا د تخریب ګواښ واقعا لوړ دی او تخریب یې کیدی شي ویجاړونکي پایلې ولري."

پیسکوف دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي روانه اونۍ خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون ته وویل چې روسیه د زاپوریژیا بټۍ کې "د خطرناکو پاروونکو اقدامات" پلان لري.

د اروپا ددغې ترټولو سترې اتومي بټۍ امنیت د اوکراین په شخړه کې د اندیښنې وړ ټکی بلل کیږي.

د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه په نیکپول ښار کې د ژاپوریژیا څخه یوازې شل کېلومتره لیرې ده. پدغه ښار کې د جګړۍ له پېل څخه تر اوسه یوازې شل زره وګړي پاتي دي. دوی وايي، د اتومي احتمالي خطر سره د اوسېدو سره عادت شوي.

دا مطلب هم ولولئ د اوکراین د ملي امنیت مشر: د زاپوریژیا اتومي بټۍ نړۍ ته ګواښ ده

په نیکپول ښار کې مېشت ژورنالیست مایکیټا ساجینکو وروسته له هغه چې روسيې زاپوريژیا اتومي بټۍ ونیوله، سیمه ییزو واکمنو د یوې احتمالي پېښې د پایلو په اړه معلومات خپرول پېل کړل.

هغه وايي: "ان هغه وخت خلکو کولای شو، چې د اتومي تشعشع د ممکنه خطرونو څخه د ځان ساتلو لپاره په سیمه ییزو روغتونونو کې پوټاشیم ایوډایډ تر لاسه کړي."

ساجېنکو وايي سیمه ییز وګړي ارام دي. خو د اوکراین د استخباراتو د هغه خبرداري، چې روسانو د بټۍ د له منځه وړلو لپاره پلان منظور کړی، له امله خلک له سیمې د ممکنه وتلو لپاره ځانونه چمتو کوي. ساجینکو وايي: "زما کورنۍ ټول اړین توکي، لکه اسناد، پیسې او نور لوازم راټولوي، تر څو په بېړڼیو حالاتو کې سیمه پرېښودل شي."

هغه ساینسپوهان چې د یوې ممکنې ویجاړۍ په اړه حالات څاري، وايي چې بټۍ ته څېرمه ښارونه، نیکپول او اینرهوډر د اتومي تشعشع د خطر سره مخ دي.

د پوکوشیما پوهنتون ساینسپوه مارک زیلزینیاک وايي، هغه سیمه چې اتومي بټۍ ته د ممکنه خطر پېښېدو په صورت کې یې اوسېدونکي باید سیمه تخلیه کړي، ښايي د شلو او یا هم له لسو کېلو مترو زیاته نه وي. خو اوکرایني چارواکي وايي چې دغه ساحه به له دې زیاته وي.

د اوکراین د انرژۍ مرستیال وزیر یوري ولاسینکو وايي: "موږ د بدترین حالت په فکر کې یو. د خلکو د زیانمنېدو ساحه به له پنځوسو کېلومترو زیاته وي."

د زاپوریژیا اوسېدونکی ویکټور دوه کوچنیان لري او د ناورین لپاره چمتو دی. هغه وايي: "موږ د یوې میاشتې لپاره اوبه او خواړه لرو، زموږ د موترو ټانکۍ تل له تېلو ډکې وي."

روسیې په اوکراین کې د اروپا تر ټول ستره اټومۍ بټي زاپوریژیا له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا نېولې ده.