د لاس رسي وړ اتصالات

د اټومي انرژۍ اداره: اوکراین او روسیه د اټومي بټۍ امن کیدو ته 'لیوال' دي 


د روسیې تر کنترول لاندې د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ
د روسیې تر کنترول لاندې د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۱) وویل چې کیف او مسکو دواړو «د لیوالتیا داسې علایم ښودلي» چې په اوکراین کې د روسیې تر کنترول لاندې د اروپا د تر ټولو سترې اټومي بټۍ چاپیر امنیتي زون رامنځته شي.

د اوکراین په جنوب کې د روسیې تر کنترول لاندې د زاپوریژیا اټومي بټۍ د یو اټومي ناورین د رامنځته کیدو اندیښنې زیږولي دي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې چې دوه کارپوهان یې د روانې میاشتې د پیل راهیسې پدې بټۍ کې ماموریت ترسره کوي د ښکیلو غاړو غوښتي چې د بټۍ په شاوخوا کې جکړه ودروي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې ډایرکټر جنرال رفایل ګروسي خبریالانو ته وویل چې: «هغه څه چې مونږ ورته واقعا دلته اړتیا لرو دادي چې اوکراین او روسیه په یو ډیر ساده اصل موافقه وکړي چې پر بټۍ برید او ډزې ونکړي.»

هغه وویل تمه مو داده چې هیڅ داسې اقدام به نه کیږي چې د بټۍ په عادي عملیاتو اغیز ږکړي. ښاغلي ګروسي زیاته کړه چې کیف او مسکو ددې ادارې سره ددې موضوع په اړه «تماس» نیولی او زیات «سوالونه یې مطرح» کړي دي.

ښاغلي ګروسي د اتریش په پلازمینه ویانا کې د ۳۵ غړو هیوادونو د رئیسه هیت د غونډې د پرانستلو پر وخت وویل: «ما داسې علایم لیدلي چې دوی موافقې ته لیوال دي».

کیف ټینکار کوي چې روسي ځواکونه باید له بټۍ څخه ووځي. خو ښاغلی ګروسي وایي «د غیر پوځي کولو برخې او د ځواکونو خوځښت، دا هیڅ یو زما په واک کې ندي.»

څو دپلوماتانو د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې په روانه اونۍ کې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د رئیسه هیت غونډه یو پریکړه لیک صادر کړي او له روسیې څخه وغواړي چې د زاپورژیا اټومي بټۍ پر وړاندې ټول اقدامات «سمدستي ودروي» تر څو «باصلاحیته مقامات» پوره کنترول ترلاسه کړي.

اوکراین د یکشنبې په ورځ وویل چې د زاپورژیا اټومي بټۍ شپږم او وروستی ریکټور کار هم بند شو.

ښاغلی ګروسي وایي د اوس لپاره حالات «ثابت» دي، خو خبرداری یې ورکړ چې که ډزې دوام وکړي په اوږد مهال کې به حالات «ناپایداره» شي. دا پداسې حال کې دي چې کیف او مسکو یو بل په ډزو ملامت کړي دي.

د فرانسې د ولسمشر دفتر ویلي چې ددې هیواد ولسمشر ایمانویل مکرون د یکشنبې په ورځ په یو تیلفوني تماس کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین وغوښتل چې ددې بټۍ څځه روسي درندې او سپکې وسلې وباسي.

کرملین په وینا، ښاغلي پوتین ویلي چې پدې بټۍ کې موجود روسي متخصصین د بټۍ د مطمین کولو لپاره اقدام کوي، او مسکو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې سره د کار دوام ته تیار دی چې په بټۍ کې د ستونزو د حل لپاره په «غیر سیاسي» حل لارو موافقه وشي.

XS
SM
MD
LG