د استانبول مذاکرات؛ روسیې د بریدونو د کمولو وړاندیز وکړ  

په استانبول کې د روسیې او اوکراین د مذاکراتي پلاویو خبرې

د روسیې او اوکراین پلاوي چې په ترکیه کې په مذاکراتو بوخت دي، د خپلو بحثونو او نتیجو په هکله مثبتې څرګندونې کړې دي.

د فرانس پرس اژانس د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري ۹) رپوټ ورکړی چې د روسیې د دفاع وزارت مرستیال الکساندر فومین، دغه مذاکرات "معنی داره " ګڼلي او ویلي یې دي چې مسکو "په اساسي بڼه" خپل پوځي فعالیت د کیف د شاوخوا په ګډون د اوکراین په شمال کې راکموي.

ښاغلي فومین وویل: "دې ته په پاملرنې سره چې مذاکرات د اوکراین د ناپیلتوب او غیر اټومي کیدو لپاره د یوې موافقې د تیارولو خواته د عمل په لور روان دي...تصمیم ونیول شو چې د کیف او چزنیګیف په ساحو کې پوځي فعالیت په اساسي بڼه څو چنده راکم کړای شي."

ددې سره جوخت د روسیې د مذاکراتي پلاوي رئیس ولادیمیر میدینسکي ویلي دي چې پدې مذاکرانو کې "معنی لرونکی بحث" شوی دی او په وینا یې د اوکراین وړاندیزونه به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندې شي.

اوکرایني مذاکره کوونکي په استانبول کې د سه شنبې د ورځې په مذاکراتو کې د یو نړیوال توافق غوښتنه وکړه چې له مخې یې نور هیوادونه د اوکراین د امنیت د تضمین کوونکو په توګه عمل وکړي.

د اوکراین یو مذاکره کوونکي ډیویډ اراکامیا، خبریالانو ته وویل: "مونږ د امنیت د تضمین د یو نړیوال میکانیزم غوښتونکي یو، چې تضمین کوونکي هیوادونه د ناټو تړون د پنځمې مادې د کړنلارې په څیر او حتي له هغه نه هم په غوڅه توګه عمل وکړي."

د ناټو د منشور په پنځمه ماده کې راغلي چې ددې تړون په یو غړي باندې برید د ناټو پر ټولو غړو باندې د برید په توګه ګڼل کیږي.

اوکرایني پلاوي همداشان وړاندیز کړی چې ددې ډول امنیتي تضمین په بدل کې به دغه هیواد بې طرفي غوره کړي پدې معنی چې هیڅ یو پوځي ایتلاف او تړون سره به نه یوځای کیږي او همداشان د هیڅ یو هیواد او ایتلاف د پوځي اډو کوربتوب به نه کوي.

ترکیه چې د روسیې او اوکراین د پلاویو د خبرو نوښت یې کړی د جګړې په پای ته رسیدو یې ټینګار کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، ویلي دي چې روانې خبرې د جګړې د پیل راهیسې د اوکرایني او روسي پلایو ترمنځ د خبرو تر ټولو عمده پرمختګ دی.

په استانبول کې د اوکرایني پلاوي یو مذاکره کوونکي ویلي چې ددې غونډې وروسته ښایي د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم سره وګوري.

ښاغلي زیلینسکي او ولادمیر پوتین تر اوسه یواځې یو ځل په ۲۰۱۹ کال کې په پاریس کې سره کتلي دي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین باندې پوځي برید پیل کړ خو د روسي پوځیانو د اټکل برعکس دا هیواد د اوکراین د خلکو له ټینګ مقاومت سره مخامخ شو.

ملګرو ملتونو ویلي چې پر اوکراین باندې د روسیې پوځي یرغل شاوخوا ۱۰ میلیون اوکراینیان له خپلو کورونو بیځایه کړي او څه دپاسه ۳.۸ میلیون یې له هیواد نه تښتیدلي دي.

پدغه رپوټ کې د فرانس پرس، اسوشیتیدپرس او رویترز له رپوټونو معلومات اخیستل شوي.