د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه:د روسیې له یرغل راهېسې ۳.۹ میلیون اوکراینیان کډوال شوي 


تر ټولو ډېر اوکراینیان پولنډ ته تللي دي
تر ټولو ډېر اوکراینیان پولنډ ته تللي دي

ملګري ملتونه وايي د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پيل راهېسې ۳.۹ میلیون اوکراینیان له خپل هېواد څخه تښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېرو له مخې تر دوشنبې پورې مارچ ۲۸ (وري اتمه) ۳۸۶۲۷۹۷ اوکراینیان له خپل هېواد څخه وتلي دي. دا شمېره د تېرې ورځې له شمېرې څخه ۴۱۷۴۸ څخه زیاته شوې ده. په بېځایه شویو خلکو یې نژدې ۹۰سلنه یې ښځې او ماشومان بلل کېږي.

په دغو کډوالو کې یې تر نیمایي ډېر ۲.۲ میلیون يې ګاونډي پولنډ ته تللي او شاوخوا ۳۰۰زره نور یې روسیې ته تللي دي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور په اساس ۶.۵ میلیون نور خلک په داخل کې بېځایه شوي دي. د اوکراین د کډوالو بحران له دویمې نړیوالې جکړې را وروسته په اروپا کې تر ټولو بد بحران بلل کېږي.

له دې هر څه سره سره بیا هم ویل کېږي چې له اوکراین څخه د خلکو وتل کم شوي دي. مخکې به د ورځې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ خلک راوتل خو اوس دا شمېر ۵۰۰۰۰ ته راټېټ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ارقامامو په اساس په هرو لسو اوکراینیانو کې، چې له خپل هېواد څخه وتلي دي، شپږ یې پولنډ ته تللي دي. څه باندې۵۹۰زره نور یې رومانیا، شاوخوا ۳۸۳زره یې مالدوفوا، ۳۵۴زره یې هنګري، ۲۸۲زره یې سلواکیا،۲۷۱زره یې روسیې او شاوخوا ۹۰۰۰ یې بېلاروس ته تللي دي.

یوازې ۱۱۳۰۰۰ اوکراینیان د بیلتون غوښتونکو له سیمو څخه روسيې ته تللي دي.

روسيې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او ناټو دا یرغل وغنده، له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړې او په روسیې باندې یې کلک اقتصادي بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG