اوکراین: پر اوډیسا برید ډیر زیان ندی اړولی، د غلو صادرات بیرته پیلیږي

روسیې نن یکشنبه ۲۴ جولای (چنګاښ ۳) ومنله چې په تور سمندرګي کې د اوکراین ساحلي ښار اوډیسا پر بندر یې له هغه یوه ورځ وروسته راکټي برید کړی چې ددغه ښار له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو له بیرته پیلېدلو سره یې هوکړه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخرووا نن پر ټلګرام لیکلي: "په یوه دقیق برید کې، د کالیبر راکټونو د اوډیسا په بندر کې پوځي بنسټونه له منځه وړي دي".

روسیې له دې وړاندې د شبنې د ورځې په برید کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي وو.

د شنبې د برید یوه ورځ وړاندې، روسیې او اوکراین تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې اوکراین کولای شي په میلیونونو ټنه غله په تور سمندرګي کې د خپل بندر له لارې صادر کړي.

ددغه برید په اړه د روسیې په دریځ کې د بدلون لامل تر اوسه ندی روښانه.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي روسیه له دې آمله غندلې ده چې د اوکراین د غلو د صادراتو پر سر شوی تړون یې مات کړی دی.

زلینسکي د شنبې په ورځ ناوخته وویل: "اوډیسا کې زمونږ پر بندر باندې دا یو خودخواهانه برید و. پدې کار سره روسیې خپل سیاسي دریځ ته تاوان پېښ کړی دی. که اوس هم په نړۍ کې څوک وايي چې له روسیې سره دې خبرې وشي او روغه دې ورسره وشي، نو ګورئ چې څه وشول. نن د روسیې کالیبر میزایلو ددې هر څه امکان له منځه وړی دی".

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتني بلینکن هم دې ته ورته بیان خپور کړی دی.

بلینکن وایي: "دا برید د روسیې [د جمعې د ورځې] تعهد تر پوښتنې لاندې راولي، او د ملګرو ملتونو، ترکیې او اوکراین هغه هلې ځلې ټکنۍ کوي چې غواړي مهم خوراکي توکي تر نړیوالو بازارونو ورسوي".

بلینکن زیاتوي: "روسیه په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمي د بحران د پراخولو مسئوله ده. باید دا تېری بند کړي او د هغه تړون د عملي کولو دپاره کار وکړي چې ژمنه یې کړې ده".

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) رئیس ډېوېډ میليببنډ په یوه اعلامیه کې ویلي: "د ۱۲ ساعتونو دپاره موږ تمه لرله چې له اوکراین څخه د غلو د صادراتو د بېرته پیلېدلو سره به په نړۍ کې لوږه لږ شي. موږ پخوا هم واضح کړې ده چې په اوکراین کې جګړه ددغه هېواد دپاره یوه غمیزه ده او عین وخت کې په نړۍ کې د اړمنو خلکو دپاره هم یو ناورین دی. دغه وروستۍ پېښه ظالمانه او خطرناکه ده".

د رویټرز خبري آژانس د اوکراین د پوځي چارواکو له خولې ویلي چې د شنبې د ورځې په راکټي بریدونو کې ډیر زیان ندی اوښتی، او د اوکراین د کابینې یوه غړي ویلي چې د تور سمندرګي د بندرونو له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو د دوباره پیلولو دپاره هلې ځلې دوام لري.

د نړۍ نورو مشرانو هم دغه برید غندلی دی.

د ملګرونو ملتونو سرمنشي انتني ګوټیریش په یوه پیغام کې ویلي: "پرون ټولو خواوو واضح ژمنه وکړه چې نړیوالو بازارونو ته د اوکراین د غلو او نورو موادو د صادرېدلو ملاتړ به کوي".

ګوټیریش زیاته کړه: "دا مواد په نړۍ کې د خوړو د بحران د مخنیوي او د میلیونونو اړمنو انسانانو سره د مرستې دپاره اړین دي. ضروري ده چې د روسیې فدراسیون، اوکراین او ترکیې له خوا تړون ته جدي پاملرنه وشي".

په کیف کې د امریکا سفیرې بریجیډ برینک د روسیې دغه برید "ظالمانه" بللی، او د اورپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسئول جوزیف بوریل د روسیې دا عمل "نه بخښونکی" بللی دی.

جوزیف بوریل وايي: "د استانبول له تړون یوه ورځ وروسته، د غلو د صادراتو دپاره پر مهمو هدفونو باندې برید، نړیوالو قوانینو او تعهداتو ته د روسیې نه ژمنتیا ښيي".

د اوکراین جمهور رئیس زلینسکی وايي، پر اوډیسا باندې د روسیې برید "یوازې یو شی ثابتوي، هغه دا چې روسیه که هر څه ووايي او ژمنه یې وکړي، خو د نه عملي کولو دپاره به یې لاره پیدا کړي".

روانه جګړه

بل خوا، د شنبې په ورځ چارواکو وویل چې، د روسیې راکټونه په مرکزي اوکراین کې پر یوه هوايي ډګر او د ریل پر تمځای لګېدلي دي، درې تنه پکې وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د بریتاینې د دفاع وزارت د شبنې په سهار وویل چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې، د ډنیپرو سیند لویدیځ لور ته په خرسون سیمه کې اوکرایني پوځونه په ځوابي عملیاتو بوخت وو او درنه جګړه روانه وه.