زیلینسکي: روسي ځواکونو ۴۰۰ روغتونونه تخریب او ویجاړ کړي

د اوکراین جګړه

د اوکراین ولسمسشر ولاديمیر زیلینسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د روسیې د یرغل او جګړې له کبله یې په هېواد کې نژدې۴۰۰ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه تخریب او ویجاړ شوي دي.

ښاغلي زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ مۍ پنځمه (غوايي۱۵) د روغتیا یوې خیریه ډلې ته په ویدیو کنفرانس کې وویل: «که یوازې صحي‌ بنسټونه یادو کړو، روسي ځواکونو تر نن پورې نژدې ۴۰۰ روغتیايي بنسټونه، روغتونونه،‌ زېږنتونونه او کلینیکونه ویجاړ کړي‌ او یا یې تخریب کړي دي.»

نوموړي وویل چې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د جکړې په میدانونو کې ابتدايي انټي بایوټیک هم نشته.

څه موده مخکې اوکراین وویل چې روسیې یو زېږنتون بمبار کړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې یو شمېر کسان وژلي‌ دي.

روسیه دا تورونه ردوي او وايي ‌چې یوازې پوځي ځایونه په نښه کوي. اوکراین روسیه په جنګي جنایاتو تورنه کړې او وايي‌ هره ورځ د روسیې ځواکونو په بریدونو کې لسګونه کسان وژل کېږي‌ او ژوبل کېږي.

په همدې حال کې ویل کېږي چې په ماریوپول کې د وسپنو په یوې فابریکه کې چې د روسیې ضد جنګیالیو په ګډون په کې شاوخوا ۲۰۰ ولسي خلک بند پاتې دي، جګړه سخته شوې ده او د روس ځواکونو د دغې فابریکې ډېره برخه نیولې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي ویلي دي‌ چې روسیې منلې وه چې له دغې سیمې څخه به ولسي بند پاتې شویو خلکو ته د وتلو لار ورکوي،‌ خو وايي‌ چې له خپلې ژمنې په شاه شوه او په فابریکې کې دننه یې د اوکراین له ځواکونو وغوښتل تسلیم شي.

روسیې له څه مودې راهېسې د ماریوپول ښارګوټی محاصره کړی دی. مسکو په کیف باندې د فبروۍ په ۲۴ یرغل پیل کړی دی. امریکا او ناټو په اوکراین یرغل غندلی، په روسیې یې کلک اقتصادي‌ بندیزونه لګولي او له اوکراین سره یې پوځي‌ او بشري مرستې پیل کړې دي.