اوکراین د روسيې د پوځي یرغل خلاف پسرلنیو دفاعي عملیاتو ته تیاری نیسي

د اوکراین د ملي ګارد پوځیان ددغه هېواد په مرکزي ساحو کې روزنیز تمرینات کوي او د روسیې د پوځي یرغل څه باندې یو کال وروسته پسرلنیو دفاعي عملیاتو ته چمتو کیږي.

د اوکراین تعرضي قطعې هڅه کوي د پسرلنيو دفاعي عملیاتو د پیل وړاندې، په ژمي کې د روسي ځواکونو لخوا نیول شوې ساحې بیرته ازادې کړي.

اسوشیتید پریس اژانس په راپور کې ویلي چې روسیې د اوکراین یو پر پنځمه برخه خاوره نیولې ده.

د اوکراین جنوبي سیمې چې یو وخت به پکې د لمرګلي باغونه وو او بزګرانو به پکې غنم او نور فصلونه کرل، اوس د ماینونو په ساحې بدله شوې ده او د هر ژوندي موجود ژوند يي د خطر سره مخامخ کړی دی.

اوکراینی بزګر وولي اوشخالو وايي، کاروبار یې له خنډ او دیوالي کېدو له خطر سره مخامخ دی. هغه وايي فصلونه یې سوځېدلي، که حکومت ورسره مرسته ونکړي او ماینونه پاک نشي، کرونده امکان نلري.

د امریکا د زراعت وزارت په وینا، د کرنیزه چارو مسلسل اخلال ممکن د اوکراین لپاره ډير زیان رسوونکی وي ځکه همدا زراعت د اوکراین د صادراتي عاید اصلي سرچینه ده.

د اوکراین په مرکز کیف کې، خلک د وینې ورکولو لپاره په کتارونو کې دریږي. دوی وايي، وینه یې د جګړې په لمړیو کرښو کې د دفاعي قوت سبب کیږي.

د کیف ښار اوسېدونکې لیلیه شکابورا وايي، دا د ژوند ژغورلو هڅه ده. هغه وايي: "حتی د اشغال دمخه ما وینه ورکړې ځکه موږ ډير پوځي عملیات یا ورته ماموریتونه لرو او روغتونونو کې تازه وینې ته اړتیا ده او اوس خو ځکه ډیره اړینه ده چې زموږ سرتیري ډیر عملیاتونه لري."

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي وایي جنګیالي يې د ایف-۱۶ الوتکو په څېر د لویدیځ پرمختللیو پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري. هغه پدې وروستیو کې امر کړی چې د امکانانو په لرلو یا نه لرلو، غواړي پسرلني دفاعي عملیات تر سره کړي.

د اوکراین د دفاع وزارت چارواکي د پسرلنیو دفاعي عملیاتو نتیجې ته خوشبین دي، زیلینسکي هم د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې د کامیابۍ پر اهمیت او د له اوکراین څخه د غربي همکارانو پر پراخ ملاتړ ټینګار کړی دی.