د روسیې تازه بریدونو په اوکراین کې د اوبو او برښنا لیږد قطع کړی

د اوکراین په پلازمینه کیف د روسیې د توغندیو برید

د اوکراین د پلازمینې کیف ښار د انرژۍ پر تاسیساتو باندې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم ۹) روسیې د میزایلو «پراخ برید» کړی او د کیف ښار ۸۰ سلنه اوسیدونکو ته د اوبو او برښنا لیږد دریدلی.

د اوکراین پوځ په ټیلیګرام لیکلي چې، د دوشنبې په سهار په ټول هېواد کې په مختلفو اهدافو باندې تر ۵۰ ډېر کروز توغندي توغول شوي دي. د اوکراین پوځ ویلي: «د اوکتوبر په ۳۱ سهار اوه بجې روسي اشغالګرو څو ځلې د اوکراین په مهمو زیربناو د میزایلو بریدونه وکړل.»

د اوکراین پوځ زیاتوي چې ۴۴ میزایل یې هدف ته له رسیدو دمخه ویشتلي دي.

د روسیې دفاع وزارت پدې هکله په یوه اعلامیه کې ویلي، "د روسیې وسله والو ځواکونو د اوکرایین د پوځي قوماندې او انرژۍ سیسټمونو باندې د لوړ دقیق اوږد واټن ویشتونکو هوایی او سمندري وسلو پرله پسې بریدونه کړي دي." او زیاته کړې یې ده چې: "د بريد هدفونه ترلاسه شول. ټول ټاکل شوي اهداف په نښه شوي دي."

څو ورځې وروسته له هغه چې روسیې په توره بحیره کې د کریمیا په ساحل کې پر بیړیو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پړه پر اوکرایین واچوله، نن پلازمینه کیف یو لړ چاودنو ولړزاوه.

د کیف ښار ښاروال ویتالي کلیتشکو په ټیلیګرام لیکلي چې: "اوس مهال، په کیف کې د بیړني حالت له امله، پر ۸۰ سلنه مصرف کوونکو د اوبو جریان پرې شوی دی." هغه زیاته کړه، "انجینران هم کار کوي چې په کیف کې هغه ۳۵۰زره کورونه چې برښنا یې قطع شوې بیرته برښنا سره وصل کړي."

د اوکراین صدراعظم ډینس شمهال وویل چې د اوکراین په اوو سیمو کې د "سلګونو" ښاري میشتو سیمو بریښنا پرې شوې ده.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر مرستیال کریلو تیموشینکو وویل: «روسیې ترهګرو یو ځل بیا د بریښنا پر تاسیساتو پراخ برید کړی دی.»

د اوکراین په لویدیځ کې په لفیف، په جنوب کې په زاپوریژیا او په شمال ختیځ کې په خارکیف کې هم ورته بریدونو زیربناوې په نښه کړې دي.

د اوکراین د ګاونډي هیواد مالدووا حکومت ویلي چې د اوکراین د هوايي مدافعې له خوا یو ویشتل شوی روسی توغندی د دوشنبې په ورځ د مالدووا په شمال کې پر یو کلي لویدلی، خو کوم زیان یې نه دی اړولی.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه توغندی د اوکراین پولې ته څېرمه د ناسلاوسا په کلي کې لویدلی دی.

د دوشنبې د ورځې برید وروسته له هغې وشو چې روسیه د ملګرو ملتونو د هڅو په نتیجه کې د تورې بحیرې له لارې د غلو دانو د صادراتو د رامنځته شوي تړون څخه ووتله؛ کوم تړون چې د سمندري خوندي دهلیز له لارې د غلو دانو حیاتي بار وړلو ته اجازه ورکوي.

د جولای په میاشت کې د غلو دانو د صادراتو تړون چې په جګړه کې د دوو ښکیلو هیوادونو اوکراین او روسیې ترمنځ د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاس لیک شو د نړیوال خوراکي بحران د کمولو لپاره خورا مهم ګڼل شوی دی.

د سمندري ټرافیک ویب پاڼې په وینا، د تړون څخه د روسیې د وتلو د پریکړې سره سره په غلو او نورو کرنیزو محصولاتو بار ۱۲ کښتۍ د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ د اوکراین له بندرونو څخه روانې شوې.

د غلې دانې د پروګرام د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو استازي امیر عبدالله ویلي، ملکي بار وړونکې بېړۍ هېڅکله پوځي هدف نه شي ګڼل کېدای او یا هم نشي کیدای چې یرغمل ونیول شي. هغه وویل چې د "خوراکي توکو لیږد باید جریان ولري".

خو روسیې نن خبرداری ورکړ چې د مسکو له حضور پرته د دغه تړون عملي کول به «خطرناک» وي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: "په داسې حالت کې چې روسیه په دې سیمو کې د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب تضمین کولو په اړه خبرې کوي، د دې ډول تړون پلي کول به ستونزمن وي، او دا تړون به بل ډول - ډیر خطر لرونکی او خطرناک – ماهیت غوره کړي."

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي و چې د مسکو د اقداماتو له امله له دوو میلیونو ټنو څخه په زیاتو خوراکي توکي بار کښتۍ بندې پاته دي.

دا رپوټ د فرانس پرس او رویترز اژانسونو د خبرونو په اساس جوړ شوی