زیلینسکي هیله وښوده چې بایډن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هغه پلان ومني

زیلینسکي چې د اروپايي کمیسیون له مشرې ارسلا فون درلاین سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل: "زه واقعا هیله من یم چې هغه [بایډن] به د دې پلان ملاتړ وکړي." دغه پلان داسې ترتیب شوی چې د اکتوبر څخه تر دسمبر پورې عملي شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د جمعې په ورځ، سپتمبر ۲۰ (وږي ۳۰مه) متحدو ایالتو ته له خپل سفر مخکې هیله څرګنده کړه چې ولسمشر جوبايډن به له روسیې سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه د هغه پلان ومني.

زیلینسکي وویل چې راتلونکې اوونۍ د خپل سفر په لړ کې به امریکا ته د "جګړې د ګټلو پلان" وړاندې کړي.

نوموړي چې د اروپايي کمیسیون له مشرې ارسلا فون درلاین سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل: "زه واقعا هیله من یم چې هغه [بایډن] به د دې پلان ملاتړ وکړي." دغه پلان داسې ترتیب شوی چې د اکتوبر څخه تر دسمبر پورې عملي شي. زیلینسکي زیاته کړه: "موږ دا پلان ډیر خوښوو او باور لرو چې نتیجه به ورکړي."

ولسمشر زیلینسکي په داسې حال کې ولسمشر بایډن ته دا پلان وړاندې کوي چې اوکراین د روان کال په دوبي کې له روسیې سره په سختو جګړو کې ښکیل دی. د دغو جګړو په ترڅ کې روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ کړی او اوکرایني ځواکونو بیا د کورسک په سیمه کې د روسیې د خاورې ځینې برخې نیولې دي.

ټاکل شوې ده چې د اوکراین ولسمشر له ولسمشر بایډن او د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې د دموکرات ګوند کاندید کاملا هریس سره وګوري. کیف دا هم ویلي چې زیلینسکي به د جمهوري غوښتونکي ګوند له کاندید ډونالډ ټرمپ سره هم وګوري.

زیلینسکي دا هم څرګنده کړه چې په نومبر میاشت کې به د سولې د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي، چیرې چې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خپل نظر وړاندې کړي او روسیې ته به هم په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې مسکو به هغه مهال د سولې خبرو ته حاضر شي چې اوکراین څلور سیمې مسکو ته وسپاري.