ګوتېرش: د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره دې پېسې پرېښودل شي 

د ملګرو ملتونو مشر انتوني ګوتېرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د هغو اصولو او مقرراتو د تعلیق او ځنډولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د پېسو د کارولو مخه نیسي.

ښاغلي ګوتېرش د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۳ (مرغومې۲۳) په نیویارک کې په دې اړه خبریالانو ته وویل: «نړیوالې بسپنې [تمویل] ته باید اجازه ورکړل شي چې د عامه برخې د کارکوونکو معاشونه ورکړي او د افغان بنسټونو سره مرسته وکړي چې روغتیايي، تعلیمي او نور حیاتي خدمتونه وړاندې کړي.»

د رویټرز خبري‌ اژانس د ښاغلي ‌ګوتېرش له خولې لیکلي دي: « د افغانستان د مرکزي‌ بانک فعالیت باید وساتل شي او د افغانستان د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو مشروط پرېښودو لپاره دې یوه لاره په ګوته شي.»

څه موده مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي سره په مرکې کې وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو کابل ته د طالبانو له بیا راتګ مخکې د افغانستان شتمنۍ ګنګل کړې. وایي امریکا اندېښنه لرله چې دا زېرمې د وسله والو طالبانو لاس ته ورنشي.‌

دا مهال افغانستان له اقتصادي‌ او بشري کړکیچ سره مخامخ دی، خو ښاغلي ګوتېرش وویل چې باید د افغانستان اقتصاد ته نقدې پېسې پمپ شې او «سقوط مخه ونیسو چې د میلیونونو خلکو د لوږې او بې وزلۍ سبب کیږي».

ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د افغانستان د اقتصادي‌ او بشري سقوط د مخنیوي لپاره باید له هغه هېواد سره مرسته وشي.

څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴.۴ میلیارد ډالرو مرسته وغوښته. دا مهال له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې د نړیوالو سازمانونو له لوري په اړمنو افغانانو وېشل کیږي.

امریکا څو ورځې مخکې له افغانستان سره د څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالرو تازه مرستې اعلان کړې او ولسمشر بایډن دا خبره کړې ده چې باید دا مرستې د طالبانو د حکومت لاسونو ته ورنشي.

طالبانو د اګست په ۱۵ نېټه د کابل له نیولو وروسته خپل حکومت اعلان کړ چې د پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو په ګډون تر دې دمه هېڅ یو هېواد په رسمیت پېژندلی نه دی.

تېره ورځ طالبانو په افغانستان کې د نړیوالو له لوري له افغانستان سره د بشري مرستو د وېشلو لپاره د یوې ګډې کاري کمېټې د جوړلو وړاندیز وکړ.

د طالبانو د حکومت مرستیال عبدالسلام حنفي یو خبري کنفرانس ته، چې د ملګرو ملتونو یو استازی رمیز الاکباروف هم و، وویل: «د دغې کمېټې هدف اړمنو خلکو ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په رسولو کې د لوړې کچې اسانتیا او همکاري ده. موږ له نړیوالو ټولنو [سازمانونو] غواړو چې د خپلو اهدافو لپاره د حکومت له ظرفیتونو څخه کار واخلی.»

په همدې حال کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې طالبان دا مهال د مسلکي کارکوونکو او بشري ځواک له کموالي سره مخامخ دي او ټولې مدیریتي برخې یې په «ملایانو» ډکې کړي دي.

په راپور کې راغلي دي چې د طالبانو مشرتابه د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان د اقتصادي سقوط لامل ګڼي، خو ځینې کارپوهان په دې باور دي که همدا نن د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ پرېښودل شي او بندیزونه لېرې شي،‌ د دغه هېواد د ماليې‌ وزارت د افغانستان د خراب بانکي سیستم د بیا رغولو لپاره مسلکي‌ پوهه نلري.