ملګري ملتونه د پاکستان سیلاب ځپلو لپاره ۱۶۰ میلیون ډالر بیړنۍ مرسته غواړې 

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ اګسټ ۳۰ (وږي ۸) د پاکستان د څه دپاسه دوه میاشتنیو سختو موسمي سیلابونو کې د ځپل شویو خلکو سره د مرستې لپاره د ۱۶۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دغې غمیزې ددې هیواد په څه دپاسه ۳۳ میلیون وګړو ناوړه اغیز کړی دی او موسمي اورښتونو او سیلابونو د جون د میاشتې راهیسې یې ۱۱۰۰ تنه یې وژلي دي.

ملګرو ملتونود پاکستان د حکومت سره په ګډه د سیلاب ځپلو لپاره د بیړنیو مرستو د غوښتنې کمپاین پر یو وخت په اسلام آباد او ژنیو کې پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د مرستو د راټولولو دغو مراسمو ته په یوه ثبت شوې ویدیویي پیغام کې وویل چې: «پاکستان په رنځ کې ډوب دی».

ښاغلي ګویترش وویل چې د پاکستان خلک د موسمي بارانونو او سیلابونو په وجه له بدبختۍ سره مخامخ دي او خبرداری یې ورکړ چې: « ملیونونه بې کوره شوي، ښوونځي او روغتیايي اسانتیاوې له منځه تللي، معیشت ویجاړ شوي، مهمې زیربناوې له منځه تللي او د خلکو ارزوګانې او هیلې له منځه تللي دي.»

هغه وویل چې د ملګرو ملتونو بیړنۍ غوښتنه به د ۵.۲ میلیون خلکو سره د خوراکي توکیو، د صحي اوبو، بیړنیو زده کړو، ژغورنې او روغتیایي چارو کې مرسته وکړي.

ښاغلي ګوتیرش وویل چې پاکستاني مقاماتو د اقلیم د بدلون ددغه غمیزې په غبرګون کې د سیلابونو قربانیانو ته د سمدستي نغدو پیسو د ورکړې په ګډون مالي مرستې کړي خو د اړتیاو کچه د سیلاب د اوبو په څیر مخ په زیاتیدو ده او ډله ییزې پاملرنې او جمعي اقدام ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې د اسیا جنوب د نړۍ د اقلیم د بدلون د کړکیچ یوه عمده سیمه ده او د اقلیم د اغیزو له امله ددې سیمې د خلکو د مړینې احتمال ۱۵ ځله ډیر دی.

ښاغلي ګوتیرش په خپلې ویدیویي وینا کې وویل چې: «راځئ چې د اقلیم د بدلون په وجه زمونږ د وچې له منځه تللو په وړاندې غفلت بس کړو. نن پاکستان دی. سبا به ښایي ستاسې هیواد وي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سه شنبې په ورځ اګسټ ۳۰ (وږي ۸) په دغو تلویزیوني مراسمو کې وویل، پاکستان د جون له میاشتې راهیسې د موسمي توپان له یو خورا سخت، غیرعادي حالت سره مبارزه کوي، چې په دې موده کې د بارانونو کچه د ۳۰ کلن ملي اوسط درې چنده سره برابر ده.